سوال : د ثواب په نيت تر ښه ډول دمسواك كو م يو دي، ځكه چي په بازار كي يي ډير ډولونه شته. او بل كه چيري برس او كريم د ثواب او دغاښونو دصفايي په نيت استعمال شي . ايا داهم د مسواك په اندازه ثواب لري؟
د سوال کونکي نوم: احمدالله
مسلسله شمېره: ۸
جواب :
حامداً و مصلیاً
وبعد: مسواک د ميوه دارو درختو څخه پرته له هري وني او رېښو څخه خصوصاً چي تريخ خوند ولري استعمالېداى سي ، خو افضل پکښي د هغي درختي رېښه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم استعمال کړېده ، چي په عربي ژبه کي و هغې ته ( اِرَاکَ ) ويل کېږي .
او دا اوسني مصنوعات لکه ، برس او کريم او نور د غاښو او خولې صفايي او پاکي په حاصلېږي ، مګر د مسواک سنت او ثواب نه لري . ( علم الفقه :ج،١:ص،٨٣ )
وسلام
کتبه
مولوي احمد سعيد
تعلیم الاسلام دارالافتاء