لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( لسمه برخه)
د لوټ مار (چور کونکي) سخت عذاب
عن عمران بن حصین رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال من انتهب نهبة فلیس منا (جامع ترمذی)
ژباړه: د حضرت عمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو څوک که د بل چا شی لوټ او چور کړي هغه زموږ څخه نه دئ.
که په زړه کي یوه اندازه ایمان هم وي، نو ددې سخت وعید او عذاب څخه به وبېرېږي او بیا به د چا شی نه په چور او نه هم په غصب ځني اخلي، کنې د رسول صلی الله علیه وسلم د ډلي څخه نه شمېرل کيږي.
عن السائب بن زید عن ابیه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال لا یاخذاحدکم عصا اخیه لا عباً او جاداً فمن اخذ عصاً اخیه فلیر دها الیه
ژباړه: حضرت سائب بن زید د خپل پلار څخه روایت کوي، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په تاسو کي دي څوک د بل ورور لکړه یا سایوان نه په مسخرو او نه په قصد سره اخلي، که ئې اخیستی وي نو بېرته دې ورکړي. (جامع ترمذي)
یعني، د بل چا لکړه یا سایوان غوندي بې ارزښته شی لا هم باید په مسخرو، قصد یا غلطۍ کي ځني وا نه خیستل سي، که ئې اخیستی وي، نو بېرته ئې باید ور کړي – دا خبره باید و نه کړي، چي ځه څه پروا کوي، دا خو معمولي یا بې ارزښته شی دئ.
عن ابی حرة الرقاشی عن عمه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الا لاتظلموا لا لایحل ما امرء الا بطیب نفس منه
ژباړه: ابو حره رقاشی د خپل اکا څخه روایت کوي، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: خبر اوسئ! پر نورو خلکو ظلم او زیاتی مه کوئ!، خبر اوسئ! د بل چا شی د هغه د خوښی او رضایت څخه پرته اخیستل روانه دي. (شعب الایمان بیهقي)
بې اجازې د چا حق اخیستل
عَنْ جَابِرٍ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَأَصْحَابَهُ مَرُّوا بِامْرَأَةٍ ، فَذَبَحَتْ لَهُمْ شَاةً ، وَاتَّخَذَتْ لَهُمْ طَعَامًا ،فَأَخَذَ لُقْمَةً ، فَلَمْ يَسْتَطِعْ أَنْ يُسِيغَهَا ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " هَذِهِ شَاةٌ ذُبِحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ أَهْلِهَا " ، فَقَالَتْ الْمَرْأَةُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِنَّا لَا نَحْتَشِمُ مِنْ آلِ مُعَاذٍ ، نَأْخُذُ مِنْهُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَّا (مسند احمد)
ژباړه: حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب ئې له یوې ښځي څخه تېرېدل، چي هغې د ډوډۍ دعوت ورکړ، رسول الله ومنل. نو هغې یوه بزه ورته حلاله کړه او د خوراک لپاره ئې ورته راوړه، رسول صلی الله علیه وسلم چي ګوله ځني وکړه، تر حلق ئې نه کښته کېدل، نو وې فرمایل دا بزه د هغه د مالک له اجازې پرته حلاله سوې ده. هغې ښځي وویل: موږ د معاذ د کور والاو سره تکلیف نه لرو، هغوی زموږ او موږ د هغوی شیان اخلو.
لکه څنګه چي د دعوت ورکونکي ښځي له جواب څخه معلوميږي، واقعه داسي وه، چي هغې د خپل ګاونډي بزه حلاله کړې وه او له هغه څخه ئې پوښتنه نه وه کړې، ځکه د ګاونډیانو څخه ئې د شي د اخیستلو د اجازې ضرورت نه وو. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو په وړاندي ئې هغه بزه کښېښودل، کله چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اوله ګوله کوي، نو دده طبیعت مبارک ئې نه قبلوي او تر حلق ئې نه کښته کيږي. دا ورته معلومه سوه، چي دا بزه د اصلي مالک څخه بغیر حلاله سوې ده.
لکه څنګه چي الله تعالی په خوړو کي و انسانانو ته بېلابېل ذوق او احساس ورکړی دئ، څوک ترخه خواړه خوړلای سي او څوک ئې بیا نه سي خوړلای، همداسي د الله جل شانه نېک بنده ګان ناجائزه او حرام خواړه نه سي خوړلای او نه ئې تر ستوني تېرېدلای سي.
دوه رنګي او دوه مخي د فساد بنسټ دئ
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تَجِدُ مِنْ شَرِّ النَّاسِ يَوْمَ القِيَامَةِ عِنْدَ اللَّهِ ذَا الوَجْهَيْنِ، الَّذِي يَأْتِي هَؤُلاَءِ بِوَجْهٍ، وَهَؤُلاَءِ بِوَجْهٍ
ژباړه: د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د قیامت په ورځ به تر ټولو بدترین هغه شخص وي، چي په دنیا کي دوه مخی وي. ځینو خلکو ته په یوه مخ او ځینو خلکو ته په بل مخ راځي.
د حضرت عمار رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په دنیا کي چي څوک دوه مخی وي، په قیامت به د هغه دوې د اور ژبې وي. (سنن او داؤد)
دوه مخي معنی د هري ډلي سره داسي وي لکه د هغوی همدرد چي وي. د هري ډلي لپاره خپله ژبه او رنګ بدلوي. غیرتي خلکو خبره همېشه یوه وي، کومه خبره چي یو وار وکړي، بیا د هغې خبري خلاف هیڅکله نه کوي. بې ضمیره، بې غیرته او بې شرم انسانان څو څو رنګه لري، و هر چاته خپل رنګ بدلوي. د داسي کس سزا به په قیامت کي د اور دوې ژبي درلودل وي. اعاذنا الله من ذالک
ځیني نارینه او ځیني ښځي داسي عادت لري، چي د دوو کسانو، کورنیو یا دوو ډلو تر منځ هر یوه ته ځان مخلص او همدرد ښکاره کوي. یوه ته د هغه بل عیبونه بیانوي او دا ورته وایي، چي ته صحیح يې، بیا د دواړو کورنیو خبري یوې او بلي خواته شیندي او له هغه څخه نفاق، جنګ، ویني تویول او وژني را منځته کيږي. الله دي مو د داسي خلکو له شر څخه وساتي. آمین
نوربیا...
مأخذ: د "بې امنیتي او وژني" کتاب څخه
www.taleemulislam.net