تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۲۱۸)
نوم: مقدس حیات مروت
د اوسېدو ځاى:( پښتونخوا پاکستان)
سوال : که چیري یو کس په بیابان کي وو او د اوداسه اوبه نه وې او په تیمم وهلو هم نه پوهیدي نو بیا د هغه له پاره څه کول په کار دي؟
جواب : حامداً و مصلياً
هغه باید پوښتنه وکړي د دین د احکامو څخه ناخبرتیا عذر نه دی لکه څه ډول چي د لمانځه زده کړه پر هر مسلمان فرض ده، دغه ډول د لمانځه دشرطونو زده کړه هم پر هر مسلمان فرض ده، طهارت یعني اودس تیمم او غسل د لمانځه د شرطونو څخه دی، او زده کړه ئې هم فرض ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال رسول الله صلی لله علیهوسلمفَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِىِّ السُّؤَالُ. الحدیث،مشکوة ،باب التیمم.
(۲): قال ابن عابدین وفرض على كل مكلف ومكلفة بعد تعلمه علم الدين والهداية تعلم علم الوضوء والغسل والصلاة والصوم.... الخ. شامي: ج۱، ص۳۱.
(۳): فتاوي فریدیة: ج۱، ص۲۰۶. کتاب العلم.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+