تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۱۸۸)
نوم: سيد علي احمد
سوال : په ماخستن لمانځه کي د تراویحو څخه وروسته وتر په ډوبۍ کي ۲ رکعته جلا کوي او یو رکعت جلا کوي خو په اخر یو رکعت کي دعا هم کوي، که زه دغه درې رکعته جلا وکم او دعا په ناستي د ملا صاحب سره وکم پروا خو به نه لري ؟
جواب : حنفي مذهب والا دي په داسي امام پسي اقتدا نه کوي ، چي هغه پر دوه رکعته سلام ګرځوي او بيا يو رکعت کوي ، بلکي که نور حنفي مذهب والا دلته وي ، ځان ته دي وتر په جماعت سره اداء کړي او که نه وي نو بيا دي يې يوازي وکړي . ( خير الفتاوى : ج،٢: ص،٥١٨ )
عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُوتِرُ بِثَلاَثٍ لاَ يُسَلِّمُ إِلاَّ فِي آخِرِهِنَّ . ( المستدرک کتاب الوتر : ٣٠٤ ، بېرت )
بي بي عائشه رضى الله عنها وا يي ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به وتر درې رکعته کول او سلام به يې نه ګرځوئ ، مګر په اخرکي .
او د دغه حديث په ډول د حضرت عمر رضى الله عنه څخه هم روايت سوئ دئ : شرح المعاني الاثار باب الوتر : ٢٠٢ .
او بل روايت د ابى بن کعب رضى الله عنه دئ : ان النبي صلى الله عليه وسلم کان يقرأ في الركعة الأولى من الوتر بفاتحة الکتاب وسبح اسم ربك الأعلى وفي الثانية قل يا أيها الكافرون وفي الثالثة قل هو الله أحد . ( الحديث سنن النسائي کتاب قيام الليل وتطوع النهار : ٢٤٩ )
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان