تعلیم الاسلام دارالافتاء
نوم: محمد راميز سنځر
د اوسېدو ځای: کندهار
سوال : د زکات په اړه یو سوال لرم هیله ده ځواب راکړی.پر ما څومره زکات لازم دی چی باید ور یی کړم، د لاندی ټکو په موجودیت کی؟
• یوه مځکه د کور د ریهایشی لپاره لرم چی ۲۲۵۰۰۰ افغانی کیږی.
• یو موټر لرم ۸۶۴۸۶ افغانی کیږی.
• مبلغ ۵۰۰۰۰ افغانی پر یو چا باندی دی.
• خو مبلغ ۶۰۰۰۰ افغانی نقدی لرم.نو پدی صورت کی پر ما څومره زکات لازم شو؟
جواب :
حامداً و مصلياً
۱- دغه کور چي ته پکښي اوسيږې په دې کي زکات نسته .
۲- دغه موټر چي ته پکښي سپريږې د کور لپاره دئ زکوة پکښي نسته .
۳- دغه ٥٠٠٠٠ افغانۍ چي هر وخت درکړي د تېر زکات به يې ادا کړې .
۴- په دې ٦٠٠٠٠ کي زکوة سته په دې شرط چي کال ورباندي تېر سوی وي او زکوة يې ١٥٠٠ يا يونيم زره افغانۍ کيږي.
جواب: مولوي سید عبدالباري
کتنه: عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
_________________
(۱): ولیس في دور السکنی و ثیاب البدن و عبید الخدمة و سلاح الاستعمال و دواب الرکوب زکوة. (هندیة ج۱، ص ۱۷۲)
(۲): ایضاً (حواله فوق) و لیس في دواب الرکوب زکوة. (هندیة ج۱، ص۱۷۲)
(۳): فالدین القوي اذا کان علی مقر مفلسا تجب فیه الزکاة اذا قبضه. الفقه الاسلامي: ج ۲، ص ۷۶۸ جزء الثاني- مطبع: دارالفکر
(۴): و شرط و جوب الزکاة حولان الحول علی المال. هندیة، ج ۱، ص ۱۷۵