تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الرعد لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 28, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الرعد لنډه پېژندنه 

 

سورة الرعد د تلاوت او مصحف په اعتبار ۱۳ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة الرعد ۴۳ آية او ۶ رکوع لري.

 

د دې سورة نوم د ۱۳ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


 وَيُسَبِّحُ ٱلرَّعْدُ بِحَمْدِهِۦ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِۦ وَيُرْسِلُ ٱلصَّوَٰعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَآءُ وَهُمْ يُجَـٰدِلُونَ فِى ٱللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ ٱلْمِحَالِ.

 

د رعد معنی تالنده يا برېښنا ده.


د سورة الرعد يو د اصلي موضوعاتو څخه دا ده چي: حق او رښتيا همېشه ټينګ او ثابته وي، او کذب يعني درواغ بې بنياده او بې بنسټه وي.


په دې سورة مبارک کي الله (رب العزة) د اسمانونو، مځکي او شپې و ورځي بيان کړی دئ.


په سورة الرعد کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  قرآن کريم د الله (رب العزة) د خوا څخه را لېږل سوی کتاب دئ.


۲-  يوازي الله تعالی خبر دئ چي د مور په رحم کي څوک دي (نر که ښځه).


۳-  درختي، مېوې او سبزيجات د الله (تبارک و تعالی) د نښانو څخه دي.


۴-  الله (سبحان و تعالی) د يوه قوم حالت تر هغو نه بدلوي تر څو خپل حالت په خپله بدل نه کي.


۵-  پر انسانانو باندي ملائکي مؤظفي سوي دي.


۶-  هغه کسان چي د الله تعالی و امر ته لبيک نه وايي، په ورځ د اخرت به هيڅ د تېښتي لاره ور ته نه وي.


۷-  د الله (عزوجل) ذکر د انسان و زړه ته سکون او اطمئنان ور کوي.


۸-  هر څه الله تعالی ته پر سجده دي.


۹-  د الله رسول هيڅ معجزه بغير د خپل رب د اجازې څخه نه سي ښکاره کولای.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته