رالېږونکی: محب الله ذاکر
اوبـــــــــــــــــه
د دریاب تروي اوبه الله جل جلاله خوږې لوړي وخېژوي بیا یې د باران په شکل را اوروي، له هغه ځایه څخه خوړونو، مځکو خړوبولو او په لښتیو کي ترتېرېدو وروسته بیرته په دریاب کي
توییږي، بیا د همدغه ابو په ذریعه د بزې څخه شیدې، دهوسۍ څخه مشک، دمچمچۍ څخه شات(شهد)، د مار څخه زهر، د صدف څخه ملغلره او د انسان لپاره ژوند سي،
د همدغه اوبو له امله درختي میوې لکه انار انګور امونه مڼي ... او بادام نیسي، بیا د ټولو خوندونه، رنګونه او بویونه جلا جلا وي ...!!
دا ټوله عجايبات الله جل جلاله یوازي په او بو کي ایښی دي.
نوتاسي به د خپل پروردګار کوم کوم نعمت درواغ ګڼئ.
حواله زرين توري.
----------------------------------
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه