تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اړیکي او ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اړیکي او ژوند


ژوند پر اړیکو ولاړ دئ، غوره اړیکي د غوره ژوند ضمانت کوي, غوره اړیکي د انسان په ژوند کي د کامیابۍ لوی لامل دی, مګر ځیني وخت موږ په اړیکو کي افراط یا تفریط کوو، چي دا بیا په رواني ستونزو د اخته کېدلو یو لوی لامل کیدلای سي، د دې لپاره چي له رواني روغتیا څخه برخمن واوسو، نو باید د اړیکو په جوړولو کي له ډیر فکر او تدبر څخه کار واخلو.


الله تعالی انسان ټولنیز موجود پیدا کړی دی, ټولنیز په دې معنا چي انسان په فردي ډول ژوند نه سي کولای, که یې کولای سي هم, نو د میني, عاطفې او صمیمیت څخه به بې برخي وي.


د ښه خوشحاله ژوند د لرلو په موخه کورنۍ, ملګري, دوستان او د ټولني افراد د انسان سره تل مرستندویه وي او ځانونه یو بل ته د میني او صمیمت د ډالۍ کولو یوازي فرصتونه بولي.


دا چي اړیکي درلودل د ژوند مهم اړخ دی نو لازمه ده چي هر انسان په دې ځان پوه کړي چي د چا سره اوسیږي او ورځ په ورځ یې خویونه د ملګرو په شان کیږي نو آیا مثبت طرف ته میلان کوي که منفي.


کم اصل, بد نیتي, حسد کونکي, درواغ ویونکي, شریر او خود خواه انسانان باید د خپل شاوخوا چاپیریال څخه لیري کړم که نه نو څو ورځي وروسته به زموږ خپل شخصیت د دوی په څیر د خلګو د نفرت لامل وګرځي.


د هغه چا سره واوسئ چي تاسي ته د دنیا لپاره د خوشبختۍ او د اخرت لپاره د جنت لاره اسانه کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته