لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
آیا غواړی په ډیري اساني سره نېکۍ ترسره کړئ؟
که چیرته تاسو د شپې له طرفه یا بل هر وخت د یو نېک کار نیت وکړئ؛ مثلاً دا نیت وکړئ، چې زه نن شپه د تهجد لمونځ کوم که چیرته تاسو په اخلاص سره نیت کړی وي، خو بیا هم د یو عذر په سبب لمونځ ونه کړئ، نو تاسو ته دومره ثواب درکول کیږي لکه دغه لمونځ مو چي کړی وي، ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي ( فمن هم بحسنة فلم یعملها کتبها الله له عنده حسنة کاملة) یعني که چا د ښه کار نیت وکړ او هغه کار یې ونه کړی، الله جل جلاله هغه ته د پوره او کاملي نېکۍ ثواب لیکي؛ نو دغه انسان عمل ونه کړي مګر ثواب ورکول کیږي، نو آیا تاسو د نیت کولو څخه عاجزه یاست؟ آیا دا نه شي کولای چې د عبادت نیت وکړئ؟
www.taleemulislam.net