تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۰۵)
نوم: احمد الله
جواب : زنا کول کبيره ګناه ده او فاحشه ده، که په روژه کي وي او که بې روژې وي او کبيره ګناه بېله توبې څخه په بل شي بخښل کيږي هم نه. الله عزوجل په قرانکریم کي فرمايي: وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا. (۱) او په حديث شريف کي راځي چي: لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن... (۲)
نو که زنا وي او که بله داسي کبيره ګناه وي، د روژې وثواب ته سخت نقصان رسوي، که څه هم د روژې قضاء يا کفاره پرده باندي نسته ځکه چي ترروژه مات وروسته ده .
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت الاسرا، ایت ۳۲
(۲):مشکوة، کتاب الايمان