تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۱۱)
نوم: فرید احمد
سوال : شب قدر شپه چي ډېره مهمه او اساسه شپه ده دا شپه د کومي نيټي څخه شروع کيږي ايا اوويشتمه ورځ ده او که يا کومه بله ورځ ده ؟
جواب : د شب قدر په تعين کي ( ٤٠ ) قوله ر اغلي دي، خوپه دغه ټولوکي صحيح قول دا دئ ، چي د روژې په اخري لسو شپو کي بيا خصوصاً په طاق شپوکي لکه (٢١، ۲۳، ٢٥، ٢٧، ٢٩ ) چي په دغه ( ٥ ) شپو کي د يوې شپې تعين په احاديثو کي نسته .
په بخاري شريف کي د بي بي عائشې رضى الله عنها څخه روايت دى:
عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ.
او د مسلم روايت دئ: عن ابن عمرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم َفاطْلُبُوهَا فِى الْوِتْرِ مِنْهَا.
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان