لیکنه :مولوي نورالحق مظهري : تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: امام مسلم رحمه الله فرمايي: ما ته عمرو بن علي خبر راکړ، هغه وويل: ما د يحيی بن سعيد څخه واورېدل چي ويل يې: ما د سفيان ثوري، شعبه، مالک او ابن عيينه څخه د هغه چا په اړه پوښتنه وکړه چي په احاديثو کي قوي ندی او ما ته يو څوک راځي او دده په اړه پوښتنه راڅخه کوي؛ هغوی راته وويل: ته هم ورته ووايه چي دی په احاديثو کي قوي ندی.
يعني کوم څوک چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په احاديثو کي مهارت ونلري نو کله چي يوڅوک دده په اړه ستا څخه پوښتنه کوي ته رښتيا ورته ووايه او دی ورته سم معرفي کړه دده حال مه ورڅخه پټوه، ځکه دا ددين خبره ده که ته دی ورته معرفي نکړې نو ممکن دا سړی دده څخه ناسم احاديث واوري او هغه په سم باندي ورڅخه ومني بيا يې تر نورو پوري ورسوي چي ددې څخه بيا په ديني برخه کي ډېر مفاسد رامينځ ته کيږي.
که موږ قياس وکړو نو داخبره به له ورايه راته ثابته سي چي په فقهي مسائلو کي د ناپوه او نابلده سړي سره هم بايد همداسي وسي.
کوم څوک چي په فقهي مسائلو باندي نه پوهيږي او هغه خلګو ته غلط رسوي نو که څوک د هغه په اړه زموږ څخه پوښتنه کوي موږ يې بايد ورته معرفي کړو تر څو د فقهي مسائلو په نقل کي د بې غورۍ مخه ونيول سي او ناپوه انسان ته خلګ د عالم په سترګه ونه ګوري.
دې کړني ته باید موږ د غیبت او دښمنۍ نوم ورنکړو بلکي دا د رښتیني عالم وظیفه او صلاحیت وبولو ځکه پدې کي ملامتیا د هغه چا په غاړه ده چي عالم ندی خو خلګو ته ځان د عالم په نامه معرفي کوي، په مسائلو یې سر نه خلاصیږي خو خلګو ته ځان په مسائلو باندي پوه ښکاره کوي او په دیني برخه کي د تدریس لیاقت ونلري خو خلګو ته ځان لوی مدرس معرفي کوي.
البته دې خبري تا باید موږ غور وکړو چي د هر چا په معرفي کولو کي هماغه څه ووایو چي موږ ته په یقین ثابت وي د ځانه څخه درواغ پسې ونه تړو او تهمت ورباندي ونه وایو.
همداسي کوم خلګ چي ځانونه تکړه علماء نه معرفي کوي او د ملاتوب یا مولوي توب دعوه نکوي خو ځیني مسائل یې د علماو څخه یا په خپله مطالعه باندي سم زده کړي وي هغوی په ټولنه کي د زده کړو مسائلو د رسولو څخه بند نکړو او داسي محدودیت وضع نکړو چي ددین هره سخته او آسانه خبره به د مولوي صاحب یا مولانا صاحب د آدرس څخه خلګو ته ویل کیږي تر څو خدای مکړه د امربالمعروف او نهي عن المنکر ستره دنده پاته نسي او په دین کي د مشهورو مسائلو رسول بند یا ټکنۍ نسي.
وَحَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِىٍّ أَبُو حَفْصٍ قَالَ سَمِعْتُ يَحْيَى بْنَ سَعِيدٍ قَالَ سَأَلْتُ سُفْيَانَ الثَّوْرِىَّ وَشُعْبَةَ وَمَالِكًا وَابْنَ عُيَيْنَةَ عَنِ الرَّجُلِ لاَ يَكُونُ ثَبْتًا فِى الْحَدِيثِ فَيَأْتِينِى الرَّجُلُ فَيَسْأَلُنِى عَنْهُ. قَالُوا أَخْبِرْ عَنْهُ أَنَّهُ لَيْسَ بِثَبْتٍ.[مقدمة صحيح مسلم38]
ماخذ: اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net