تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جهاد د پراخو مفاهيمو په هکله څو لنډي څرګندوني
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 22, 2024
  0

لیکنه: عبدالمالک همت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


د جهاد د پراخو مفاهيمو په هکله څو لنډي څرګندوني

(لومړۍ برخه)


جهاد يا د لوی څښتن په لار کي جهاد (کوښښ، مبارزه، زيار) يوه اسلامي اصطلاح ده، چي ټول هغه افعال او اقوال (ويناوي او کړني)په غېږ کي نيسي چي د اسلام د خپرېدو يا د هغه دښمن چي پر مسلمانانو تېری کوي د مخنيوي يا د اسلامي خاوري د ازادولو يا د کوم مسلمان يا په عامه توګه د مسلمانانو د مرست] لپاره تر سره کيږي.البته په دې يوه شرط چي د لوی څښتن په لار کي به وي، خو که له دې پرته د بل څه لپاره وي جهاد نه بلل کيږي او که څوک پکښې ووژل شي شهيد نه دی. دغه اصطلاح د اسلام په لومړيو کي هغه مهال رامنځ ته شوه چي په قرآن کريم کي د بدر د غزا يادونه وشوه او بيا عامه شوه. 


جهاد په لغت کي   


د جهاد ريښه ده: «ج- ه- د»،  جهاد په وينا او کړنه د وس او طاقت سره سم د کوښښ، مبارزې او فعاليت په مانا دی. (وګورئ: د ابن اثير النهاية في غريب الحديث ،  ١/ ٣١٩،  مخ باب الجيم مع الهاء، او المصباح المنير، د ((جهد)) مادة ، ١/ مخ١١٢.).  يا د مشقت (زيار)په مانا. البته دا ټول] ماناو] په جهاد کي شته.


په سياسي اصطلاح کي : جهاد د لوی څښتن په لار کي د ځان او ډېرو ارزښتناکو شيانو ښندل دي او په ځانګړې توګه دا اصطلاح پر اسلامي فتوحاتو(بريو، د اسلام تر سپېڅلې ولکي لاند] دښارونو او وطنونو راوستلو) تطبيقېدل، ځکه نو په اسلام کي جهاد مقدس] او سپېڅل] جګړې ته وايي. (وګورئ: په انټرنيټ کې معجم المعاني الجامع او معجم عربي عربي، دغه يې پته ده: https://www.almaany.com/ar/dict/ar-) 

 

جهاد په شريعت کي

  
د احنافو په نزد جهاد د لوی څښتن په لاره کي په جګړه کي په ځان، شتو، ژبې يا په داس] نورو يا په دغو کي په مبالغه سره د وس او طاقت ښندل دي. (وګورئ:  الکاساني، علاء الدين (ت ۵۸۷ هـ/ ۱۱۹۱ م). بدائع الصنائع  ۹/۴۲۹ مخ.)


په در المختار او د هغه په شرح رد المختار کي داسي وايي: جهاد د لوی څښتن په لاره کي په جګړه کي په ځان، په مرسته کولو -که څه هم د مجاهدينو سره جګړې ته ونه وزي - په شتو، يا په رايه ورکولو او مشوره يا د مجاهدينو په ډېرښت او يا داسي نورو چارو  کي په مرسته کولو - لکه د ټپيانو په درملنه او مجاهدينو ته د خوړو او څښاک په برابرولو کي د وس ښندل دي. (وګورئ : ابن عابدين، محمد امين . رد المحتار، کوټه: مکتبه ماجديه ، لومړی چاپ، ۱۴۱۲هـ.کال. ۲۳۸مخ.)


قرآن کريم، نبوي سنتو او د علمای کرامو څرګندونو ته په کتو جهاد يوازي د جګړې او وينو تويولو په مانا نه دی، لکه کفري رسنۍ او د دوی ګوډاګيان چي د جهاد سپېڅلی نوم  بدوي، ځيني يې د ترهګرۍ سره برابروي او ځينې يې د پخوانيو او اوسنيو صليبيانو د صليبي جګړو غوندې د دوی په اصطلاح (سپېڅلې جګړه) بولي.


اسلامي جهاد د صليبي جګړو سره هېڅ ډول ورته والی نه لري. مصری ليکوال او د ډېرو کتابونو ليکونکی حمدي شفيق په خپله يوه مقاله کي داسې ليکي:”د اسلام په سپېڅلي دين کي د جهاد لپاره ښکلی مفهوم، ضوابط او اخلاقيات شته.د شرعي او د قرآن او نبوي سنتو په اصطلاح کي جهاد  عامه او ډېره پراخه مانا لري، چي ټول دين ته شاملېږي.په دې توګه يې ساحه ډېره پراخېږي او ټول ژوند او د هغه ټولي برخي په غېږ کي نيسي او «جهاد اکبر » باله شي. البته جهاد ځانګړې مانا هم لري، چي هغه د کلمة الله  د اعلا لپاره جګړه (قتال) ده، چي دا بيا تر لومړۍ ساحې کوچنۍ اورشو په غېږ کي نيسي،ځکه نو داکوچنی جهاد (الجهاد الأصغر) بلل شوی دی“. (وګورئ: په صيد الفوائد  ويب پاڼه کې تر دغه سرليک لاندې ليکنه(ماهو الجهاد؟ )، دغه يې پته ده:  http://saaid.org/ahdath/68.htm) 

 

نامتو عالم او د مدينې منورې د مصحف د تصحيح د ډلي مشر دکتور عبدالعزيز القارئ ليکي:”جهاد د هغه په عامه مانا د فرد او ټولني ټول ژوندانه ته شاملېږي، د ټولني بېلابېل فکري، ټولنېز، سياسي، اقتصادي اړخونه په برکي نيسي، جهادي جګړه د ډېرو دښمنانو سره ده، لکه نفس او د هغه غوښتني او شهوتونه، د ټولو انسي او جني شيطانانو وسوسې. 


البته د دغو شيطانانو وسوسې  دوه ډوله دي:د لومړي ډول وسوسو موخه په مسلمانانو کي د شبهو رامنځته کول دي او د دوهم ډول موخه په مسلمانانو کي د شهوتونو متابعت دی، چي د لومړي ډول سره مبارزه د علم او د صحيحي عقيدې په خپرولو او د دويم ډول سره مقاومت د فضايلو او ښو اخلاقو په خپرولو د خلکو د ايمان د پياوړتيا لپاره هغو ته نصيحتونه کول دي او دا او هغه ټول جهاد اکبر باله شي“. (وګورئپه جامع الكتب الإسلامية ويب پاڼه کې  دمفهوم الجهاد تر سرليک لاندې ليکنه ، دغه يې پته ده: https://ketabonline.com/ar/books/26359/read?part=255&page=23853&index=5754294) 


ځکه نو د لومړي جهاد نومونه په «جهاد اکبر» سره د مانا له مخي سمه او صحيح ده،پر دې باندي د کتاب او سنت نصوص دلالت کوي، که څه هم د دغه جهاد په هکله وارد شوی حديث صحيح نه دی بلل شوی. (وګورئ : البخاري، ابي عبدالله محمد. صحيح البخاري ، ۴۹۰۵ شمېره  حديث ، بيروت: دارالمعرفة، ۱۴۲۵هـ.- ۲۰۰۴م کال. او همدارنګه القشيري، النيسابوري، ابي الحسين مسلم. صحيح مسلم، ۶۴۸۷ - (۲۵۸۴) شمېره حديث، بيروت: دارالفکر، ۱۴۲۱ هـ.-۲۰۰۰م کال.)  


نو کوم کسان چي د جهاد مفهوم په جګړه (قتال) کي لنډ وي، په دې اړه د کتاب او سنتو په فهم کي تېروتلي دي، ځکه په کتاب او سنتو کي جهاد هم د جګړې په مانا بلل شوی دی او هم تر دې په ډېره لويه او شامله(هر اړخيزه) مانا ګڼل شوی دی، لوی څښتن فرمايي:


﴿ فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَ جَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا. ﴾[الفرقان:۲۵: ۵۲].


ژباړه:  نو د کافرانو غوښتنو ته غاړه  مه ږده (د هغو اميالو، رايو او ډول ډول حکمونو ، غوښتنو او درواغجنو وړانډېزونو ته په نرمښت ښوولو، آسان ګڼلو او جوړ جاړي کولو سره غاړه مه ږده) او (پر تا باندي) په دې (لېږل شوي) قرآن سره (د دوی پر ځورونو باندي او د الله لاري ته د دوی د بلني په کار کي د ستونزو او کړاوونو په ګاللو او په صبر، زغم او هوډ سره) د (داسي) لوی او عظيم جهاد پر لار اچولو سره جهاد ورسره وکړه (او د حق په ملاتړ او د باطل په له منځه وړلو کي هېڅ داسي کوښښ مه پرېږده چي ښندلی دي نه وي، که څه هم له هغو څخه ستا درواغجن ګڼل وويني، ته خپل کوښښ او وس په کار واچوه ، د هغو له لارښووني څخه مه ناهيلی کيږه او په دې کار کي هېڅ سستۍ او دوه زړه توب ته ځای مه ورکوه). 


نو دلته لوی جهاد جګړه نه ده، بلکي هغه په دليل او برهان سره بلنه او بيان دی او ډېر ستر دليل همدغه قرآن کريم دی، دا پر خلکو باندي ډېر ښه دليل دی او د هغه سره يې تفسير هم دی چي نبوي سنت بلل کيږي.لوی څښتن فرمايي:


﴿ یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَ اغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ وَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ وَ بِئْسَ الْمَصِیْرُ۝۷۳﴾[التوبه:۹ : ۷۳].


ژباړه:  اى نبي! د کافرانو (سره په وسله) او د منافقانو سره (په ژبه او دليل، په بشپړ ځواک او پوره مېړانه) جهاد وکړه (، څو دوى له کفر او نفاقه راوګرځوې). او (د دواړو ډلو سره) ډېر سخت چلند وکړه (او هېڅ نرمښت مه ورسره کوه او رحم مه پر کوه، ځکه دوى د دې وړ دي)، د هغو د اوسېدو ځاى (په آخرت کي) جهنم دوږخ دى او دا (جهنم) دورتلو ډېر بد ځاى دى. 


لکه چي د آيت په ژباړه کي مو ولوستل په دې آيت کي د منافقينو له جهاد څخه موخه جګړه نه ده، ځکه منافقين اسلام د دې لپاره څرګندوي چي خپلو ځانونو ته يې ډال (سپر) کړي او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی سره جګړه نه کول، بلکي د هغو سره يې د هغو د ظاهري کړو وړو سره سم کړنه کول او ان که به له دوی څخه د کوم يوه کفر هم څرګند شو ، لکه د عبدالله بن أبى بن سلول،  هم به يې د سياست له مخي نه واژه او ويل به يې: «چي خلک ونه وايي محمد خپل اصحاب وژني». (وګورئ : البخاري، ابي عبدالله محمد. صحيح البخاري ، ۴۹۰۵ شمېره  حديث ، بيروت: دارالمعرفة، ۱۴۲۵هـ.- ۲۰۰۴م کال. او همدارنګه القشيري، النيسابوري، ابي الحسين مسلم. صحيح مسلم، ۶۴۸۷ - (۲۵۸۴) شمېره حديث، بيروت: دارالفکر، ۱۴۲۱ هـ.-۲۰۰۰م کال.)


خو د منافقينو سره جهاد په نورو وسايلو دی، لکه د دوی د پټو را زونو او خبيثو موخو څرګندول او له دوی څخه د ټولني وګړي ګوښه اوسېدل. 


جهادپه ځانګړې ډول په نبوي سنتو کي


حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د جهاد ډولونه د هغه هر اړخيز مفهوم ته په کتو داسي بيانوي: 


عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا مِنْ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللهُ فِي أُمَّةٍ قَبْلِي إِلَّا كَانَ لَهُ مِنْ أُمَّتِهِ حَوَارِيُّونَ، وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ، ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ، وَيَفْعَلُونَ مَا لَا يُؤْمَرُونَ، فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الْإِيمَانِ حَبَّةُ خَرْدَلٍ» . (وګورئ : القشيري، النيسابوري، ابي الحسين مسلم. صحيح مسلم، ۸۴ - (۵۰) شمېره حديث، بيروت: دارالفکر، ۱۴۲۱ هـ.-۲۰۰۰م ګال.


ژباړه:له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چي پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل:داسې يو نبي نسته چي لوی څښتن  دي تر ما د مخه په يوه ولس کي پاڅولی وي، خو هغه دي له خپله ولسه مخلصان او ملګري ونه لري چي هغوی دي د خپل پيغمبر په کړنلار ( سنتو) او امر کړنه نه کوي بيا تر دغو خلکو وروسته داسې نالايقه وګړي پيدا کيږي چي څه په خوله وايي  نه يې کوي او هغه کارونه کوي چي امر يې نه وي ورته شوی. نو چي کوم څوک د دغو نالايقو کسانو سره په لاس جهاد وګړي هغه مومن دی او څوک چي په ژبه جهاد ورسره وکړي(بد يې وګڼي او خبرې يې ور رد کړي)  هغه هم مومن دی او څوک چي په زړه جهاد ورسره وکړي (د هغه کړه وړه بد وبولي) هغه هم مومن دی او تر دې وروسته د اوري (رائي، د شړشم د دانې) غوندي د ډېري وړې دانې په کچه هم ايمان نشته (ياني که يې په زړه کي هم بد ونه ګڼي، نو په هغه کي د يوې ذرې په کچه ايمان نشته). 


دغه مبارک حديث ته په کتو علمای کرامو ليکلي دي چي که چيري د دښمن سره جګړه هم روانه وي نو د هر کس جهاد د هغه د وس سره دی، د روغتيا پال (طبيب) جهاد د هغه د روغتيايي پوهي په کار اچولو سره دی، د مرسته کوونکيو جهاد د هغو په مرستو رسولو سره دی، د ليکلوالو او خبريالانو جهاد د هغو په ليکنو او رسنېزو خپرونو سره دی، د شتمنو جهاد د هغو په شتو ښندلو سره دی او په ښار او کلو کي اوسېدونکي خلک هم د مجاهدينو سره مرستي ته وردانګي او هم يې تر شا پاته کسانو سره د هغو د ساتني او پالني مرسته کوي، څو د ژوندانه څرخ پرله پسې په خوځښت کي اوسي. ( وګورئ: په صيد الفوائد  ويب پاڼه کې تر دغه سرليک لاندې ليکنه(ماهو الجهاد؟ )، دغه يې پته ده:  http://saaid.org/ahdath/68.htm)  

 

د ليکوالو، پوهانو او خبريالانو د جهاد په اړه په ځانګړې توګه د مسلمانو پوهانو د نړۍ وال پيوستون مشر او د افتاء او څېړنو لپاره د اروپايي مجلس د رياست مرستيال شيخ استاذ دكتور علي محيي الدين القره داغي ليکلي دي:


” په دغسې حالاتو کي په کتابونو او مقالو ليکلو او په بېلا بېلو رسنېزو وسايلو او خپرونو د جهاد اهميت او ارزښت د توري تر جهاد کم نه دی. اسلامي نړۍ له ډېره مهاله د اسلام د دښمنانو له خوا فکري، فرهنګي، ټولنېزه، اقتصادي او سياسي جګړه د دوی په ټولو لوېديځو او ختيځو جبهو کي ويني. هغوی په دې کار کي ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او پر ډېرو اهمو او حساسو مؤسسو يې اغېزي ښندلي، ځکه نو دا فکري يرغل پرله پسې زموږ پر زړونو اغېزي ښندي. له دې امله د عالمانو او مفکرانو له خوا په دې ډګر کي او زموږ  پر اصالت  او حقانيت باندي د دې فکري يرغل د مخنيوي او د هر مهال او محل لپاره د جوګه او مناسب اسلامي فکر د څرګندولو لپاره جهاد ، د دفاع جهاد (جهادالدفع) دی او پر  هغه چا چي وس او صلاحيت يې ولري فرض عين دی.د اسلامي افکارو توضيح او څرګندول په ګردو روزنېزو، ټولنېزو، وټه ييزو، سياسي او اروايي ډګرونو کي ستر ارزښت او ژور اغېز لري. ابن تيميه ويلي دي:«جهاد تر هغې پولي چي امکان يې وي واجبېږي»، البهوتي ويلي دي:«او له دې څخه د کفارو هجو ده، لکه حسان رضي الله عنه چي د نبي صلی لله عليه وسلم د دښمنانو هجو[بد] ويل». 


نو رسنېز جهاد، په تېره زموږ په مهال کي د جهاد د ډېرو ارزښتناکو ډولونو څخه دی او يهود چي پر نړۍ داسې سيطره لري په شتو، رسنيو او فکر ده “. (وګورئ: د الاتحاد العالمي لعلماءالمسلمين په ويب پاڼه کې د (الجهاد الإعلامي من أهم أنواعه وأخطرها)ترسرليک لاندې دأ. د. علي القره داغيليکنه ، دغه يې پته ده:https://www.iumsonline.org/ar/ContentDetails.aspx?ID=4637) 


اوس نو ويلای شو چي ځينې کسان جهاد ته په تنګ نظر ګوري او هغه يې يوازي پر جګړه باندې حصر کړی دی، چي دا د شرعي او د کتاب او سنتو په فهم کي تېروتنه ده. (وګورئ: په صيد الفوائد  ويب پاڼه کې د (ماهو الجهاد؟ )تر سرليک لاندې ليکنه، دغه يې پته ده:
 http://saaid.org/ahdath/68.htm).

نوربیا...

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته