ترتیبونکی: محمد حنیف فضلي / په مختصر ډول
اختلاس څه ته وايي؟
اختلاس د دولتي کارکونکو او عامه خدماتو د مامورانو هغه تجاوز يا د حد څخه تيرى ده چې د وظيفې د سرته رسولو په وخت کې يې په عمومي اموالو، بيت المال يا د اشخاصو په هغو اموالو کې چې دوى ته سپارل شوي وي ترسره کوي.
اختلاس په امانت کې د خيانت يو ځانګړى ډول ده او يواځي په دې اختلاف چې د اختلاس د جرم مرتکب به ضروري دولتي مامور وي او اختلاس به دولتي مالونو يا د اشخاصو په هغومالونو کې چې دولت ته په امانت ښودل شوي وي تر سره کوي ولي خيانت د هر چا له خوا او په هرم ډول مال کې ترسره کېداى شي.
ددې لپاره چې د اختلاس جرم په ښه توګه وپېژنو او د هغه په اړ هر اړخيزه معلومات تر لاسه کړ و نو په لاندي څو مبحثونو کې يې په تفصيل سره واضح کوو.
د اختلاس پيژندنه
لکه څرنګه چې مخکې وويل شو اختلاس په امانت کې د خيانت د جرم يو شکل ده او د هغو جرايمو د جملې څخه دى چې د هغه مرتکب به لازماً دولتي کارکوونکى وي نو د ښه پېژندلو لپاره يې په لاندي ډول لومړى د هغه لغوي تعريف او ورپسې اصطلاحي تعريف کوو.
الف - داختلاس لغوي تعريف:
اختلاس په لغت کې هرڅومره زر په عجله اوتيزي سر ه د يو شي د نيولو په معنى ده او همدارنګه د مناسب وخت څخه د ګټې پورته کولو په معنى ده او په فقه کې د غير محرز ځای څخه د مال اخستلو په معنى ده. (۱)
ياهمدارنګه اختلاس په لغت کې د يوشي ، يا مال او يا پيسو د تر لاسه کولو په معنى ده که د امال يا پيسې د دولت وي يا اشخاصو پوري اړه ولري. (۲)
ب- د اختلاس اصطلاحي تعريف :
په حقوقي لحاظ کولاى شو اختلاس داسي تعريف کړو:
اختلاس د دولتي کارکونکي لخوا په سؤ نيت سره په خپله يا د بل په نفع د هغه دولتي يا شخصي مال د وړلو او تصاحب (د ځان ) کولو څخه عبارت دی کوم چې د وظيفې د حکم په اساس د هغه په واک کې ورکړل شوي وي. (۳)
اويا همدارنګه په دولت يا بيت المال پورې د مربط مال يا پيسو اويا د هغه شيانو چې دولتي مامور يا د عامه خدمتونو رسمي يا غير رسمي مامور ته سپارل شوي وي د وړلو او تصاحب (د ځان ) کولو ته اختلاس ويل کېږي.(۴)
هـ - اختلاس يوقصدي مقيد جرم ده
د اختلاس د جرم يوځانګړتيا داهم ده چې اختلاس يو قصدي جرم دی او په دي باندي مقيد دی چي د اختلاس د جرم په نتيجه کې به ضرر رامنځته کېږي يعنى د اختلاس جرم هغه وخت تحقق پيدا کوي چې دولتي کارکونکى په سؤ نيت او د خيانت په قصد عامه شتمني يا پيسې او يا په اشخاصو پوري مربط مالونه کوم چې ده ته سپارل شوي په ناروا توګه په خپله نفع يا د بل په نفع واخلې او په پايله کې دولت يا د مال خاوند ته د ضرر او تاوان باعث وګرځي نو په دې اساس ويلاي شو چې د اختلاس په جرم کې د بل چا ضرر او زيان هميشه د پاملرني وړده. (۵)
--------------------------------
١ داکترايرج،گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه،انتشارات وچاپ دانشگاه تهران،سال ١٣٨٤ هـ ش ص ٤٢٩ )
٢ داکترمحمدصالح،وليدي،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه انتشارات اميرکبيرتهران،سال ١٣٨١هـ ش ص٤٠٥)
٣ داکترايرج،گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه،انتشارات وچاپ دانشگاه تهران،سال ١٣٨٤ هـ ش ص ٤٢٩ )
۴ داکترمحمدصالح،وليدي،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه انتشارات اميرکبيرتهران،سال ١٣٨١هـ ش ص٤٠٥)
۵ دقضائي روزني کورس،دجزادقانون ځانګړي برخه.( کابل:دافغانستان دعدلي اوقضايي چارو پروژه،١٣٨٧هـ ل کال ص٢٣)