تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:په روغتون کي د استنجاء اوبه نه وي
 
  November 26, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۳۳)

نوم: روح الله

 د اوسېدو ځای: بلوچستان  

سوال : یوښځه دمریضی په خاطر هسفتال ته ولاړه اودلمانځه وخت پری راغلی هلته په هسفتال کی اوبه وې خوداستنجاځای نه ؤ نوآیا اودس به کوې که به تیمم وهی؟
 
جواب : اودس به کوي تيمم وهل جائز نه دي ځکه چي اوبه سته که څه هم  استنجاء يې  نه وي وهلې ځکه چي استنجاء  وهل سنت ده، اوداسه ته تاوان نه رسوي. او دا چي د استنجاء  ځاى هم نسته نو بيا خو عذر دى، د عذر له کبله يې پرېښودل بېله کراهته جائز دي.
 
 البته که مرداري د خپل مخرج (خاص ځاى) څخه ډېر  زياته وه، تيرى يې شاوخوا ته کړى وو بيا نو استنجاء  وهل فرض يا واجب بلل کيږي. اوبه به پیدا کوي، که اوبه نه وي په بل مائع شي چي هغه پاک وي هم استنجاء  صحيح ده.
 
 بله خبره داده چي استنجاء  خامخا په اوبو وهل ضروري نه ده په ډبره، لوټه او يا د بل هر هغه شي په مسح سره چي هغه د ځاى صفایي راولي هم صحيح ده. لکه ټوکر يا نور داسي شيان ، دې ته هم استنجاء  وايې ځکه چي استنجا  معنی د محل يا ځاى پاکوالى. والله اعلم
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):الاِسْتِنْجَاءَ إزَالَةُ مَا يَخْرُجُ مِنَ السَّبِيلَيْنِ ، سَوَاءٌ بِالْغَسْل أَوِ الْمَسْحِ بِالْحِجَارَةِ وَنَحْوِهَا عَنْ مَوْضِعِ الْخُرُوجِ وَمَا قَرُبَ مِنْهُ . هَذَا خلاصة عِبَارَاتُ الْفُقَهَاءِ فِي تَعْرِيفِ الاِسْتِنْجَاءِ. الموسوعة الفقهیة. ج۴، ص۱۱۳- طبع: وزارة الاوقاف
 
(۲):الاِسْتِنْجَاءُ سُنَّةً و هو قول الحنیفیة وَفِي مُنْيَةِ الْمُصَلِّي الاِسْتِنْجَاءُ مُطْلَقًا سُنَّةٌ لاَ عَلَى سَبِيل التَّعْيِينِ مِنْ كَوْنِهِ بِالْحَجَرِ أَوْ بِالْمَاءِ. الموسوعة الفقهیة. ج۴، ص۱۱۴
 
(۳):والاستنجاء سنة من نجس يخرج من السبيلين ما لم يتجاوز المخرج وإن تجاوز وكان قدر الدرهم وجب إزالته بالماء وإن زاد على الدرهم افترض. نورالایضاح، فصل في الاستنجاء، ص۱۴.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته