تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۸۸)
سوال : که چیری یو څوک په ناستي بیده وي یعني تکیه یی نوي کړې د هغه اودس ماتیږی که یا؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په ناستي بيدېدل اودس نه ماتوي(١)، که په لمانځه کي وي او که بېله لمانځه څخه وي، البته که و يوې خواته مايل سو، د لويدو پر مهال سمدستي را ويښ سو اودس يې نه دى مات(٢)، او که ژر را ويښ نه سو بلکه پر مځکه ولوې دی اودس يې مات دى.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): (وإلا) يزل مسكتة ( لا ) ينقض وإن تعمده في الصلاة أو غيرها على المختار كالنوم قاعدا.
(٢): ولو نام قاعدا يتمايل فسقط إن انتبه حين سقط فلا نقض به يفتى. در المختار: ج١، ص١٤١- ١٤٢، طبع قديمي ايچ ايم سعيد.
(٣): واذا نام جالساً فسقط ان انتبه قبل ان يتقر على الارض لا ينقضو الوضوء. الحاوي القدسي: ج١، ص١٠٩، باب ما ينقض الوضوء. طبع دارالنوادر.