تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په بانک کي په تنخوا کار کول
 
  December 19, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣۵۳)

نوم:  احمد

سوال :په بانک کي په تنخوا کار کول څنګه دى ، جواز لري که نه ؟ 

جواب :  د نن سبا  اکثره  بانکونه  سودي کاروبار کوي او طريقه يې سودي وي. په قران او احاديثو کي د سود ډېر سخت مذمت بيان سوى دى. (١) 
 
 نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سود پر خوړونکي ، ورکونکي ، ليکونکي او  شاهدانو باندي لعنت ويلي دى نو له دې کبله په بانک کي کارکونکي، ملازم، د سودي معاملې په ليکونکو  يا شاهدانو کي داخل دي لهذا جواز نه لري او ور څخه ځان ساتل بهتر دي.




کتبه: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
(١)عَنْ جَابِرٍ قَالَ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم آكِلَ الرِّبَا وَمُوكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَقَالَ هُمْ سَوَاءٌ. رواه صحيح المسلم، ص٦٢٠ باب لعن آکل الربا- بیروت.... ايضًا مشکوة ج۲، ص٢٤٤ باب الربا.
 
(۲): فتاوي حقانية ج٦، ص٢٥٨ 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته