نوم محمد رحمن
ولایت میدان وردګ
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره ۶۹۶۳
پوښتنه: د پلار د دپنځوزامنو دویش په اړوند په لاندې ډول یوه شرعی پوښتنه لرو هیله ده چی شرعی فتوی دکتاب په حوالې او اخځلیک سره راکړئ.
ټول پنځوورورانو چی کوم ملکیتونه اخیستی دی د پلار سره په یو کسب او تجارت کی شامل نه وو او نه یی د پلار په سرمایه تجارت ترسره کولو البته د هر یو کسب جدا او سرمایه یی هم پخپله د خپل معاش څخه ترلاسه کړې وه؟
جواب: مبسلاً و حامداً
اول:دغه مځکه که ئې ستاسو و پلار ته ورکړې وي نو بیا ټول ورثه پکښي شریکا دي او که يې افرادو ته ورکړي وي نو کومو ته چي يې ورکړې وي هغه پکښي شریکان دي
دوهم: دغه تعمیر که د نورو شریکانو په اجازه وي نو هر شریک به دخپلي برخي په اندازه قیمت اداء کوي، اوکه د دوۍ بې اجازې وي نو که په تقسیم کښي که وبانیانو (جوړونکو) ته ورورسیدی خو په بهاونعمت او کنه تعمیر به کښل کیږي او که د تعمیر په کښلو کښي و مځکي ته زیان رسیدی نو شریکان به د موادو قیمت اداء کوي.
دریم: کوم شخص چي په شخصي لګښت کوم شی رانیسي او یا کوم ځای ورغوي هغه د ده شخصي ملکیت بلل کیږي بل څوک د شراکت حق نه پکښي لري صرف قباله د بل پرنامه لیکل اعتبار نلري.
والله اعلم بالصواب
------------------------
وذهب الحنیفیة الی أن الترکة: هی کل ما یخلفه المیت من الأموال و الحقوق الثابتة مطلقا. (الموسوعة الفقیة : ج۱۱، ص۲۰۶، الفقرة ۳۷).
و کذا الحکم لوبنی یاذن شرکائه لنفسه لأنه مستعیر لحصتهم وللمعیر الرجوع متی شاء أما لوبنی باذنهم للشرکة فانه یرجع بحصة علیهم بلاشبهة. (شرح المجله سلیم باز: ۶۴۷).
ستل فی دارمشترکة بین جماعة بنی فیهابعضهم بناء لأنفسهم ... آه الجواب حیث کانت قابلة للقسمة و ینتفع کل بنصیبه بعد القسمة فلبقیة الشرکاء ذلک ثم البناء حیث کانت بدون اذنهم ان وقع فی نصیب الباقین بعد قسمة الدار فبها ونعمت و الا هدم البناء کما فی التنویر وغیره. (تنقیح الحامدیة : ج۱،ص ۱۰۰، کتاب الشرکة).
ما اشتراه احدهم لنفسه یکون له یضمن حصة شرکائه من ثمنه اذا دفعه من المال المشترک. (الفتاوی الکاملیة : ص۵۰).
لا یعمل بالخط والختم وحد ه ما الا اذا کان سالما من شبهة التزویر و التصنیع. (المجلة : المادة ۱۷۳۶)
المجیب: مفتي عبدالولي
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي