تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ماشومانو کي بې جراتي او شرم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 7, 2023
  0

لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ماشومانو کي بې جراتي او شرم

( لومړۍ برخه) 


د روزنيزو علومو پوهان په دې اند دي، چي د ماشومتوب پړاو د راتلونکي ژوند په جوړښت کي ډېر ستر رول لوبوي او که د ماشومتوب پړاو له ستونزو سره مخ سي؛ نو هغه ماشوم به په راتلونکي کي چي د لوی والي پړاو ته ورسيږي په ټولنه کي به ډېر منفي اغېز ولري.


که په ځينو ماشومانو کي د شرم او کم جراتي ستونزه وليدل سي؛ نو مسؤلينو ته لکه ميندو، پلرونو او ښوونکو ته لازمه ده، چي د دې ستونزي د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي، ځکه چي د دې ستونزي په لرلو سره ماشومان شرمناک او ځان کښونکي  کيږي او د ټولني او کورنۍ د اوږو بار جوړيږي.


د بې جراتي او حيا ترمنځ توپير


د کم جراتي او حيا ترمنځ ډېر توپير سته چي په لاندي ډول دی:
کم جراتي د ماشوم ځان ګوښه او شا ته  کول او يوازيتوب خوښول، غواړي چي له ناستو او غونډو څخه لري اوسي، غواړي تل يوازي اوسي او له نورو سره اوسېدل يا روغبړ کول ورته ښه نه ښکاري. خو حيا بيا د هغو عادتونو مجموعې ته وايي، چي ماشوم يې د ژوندانه له پيله خپلوي، هغه عادتونه، لکه: ځان له ګناه څخه ژغورل، مشرانو ته احترام کول، له ناروا کارونو څخه ځان لري ساتل او نه ورته کتل او همدارنګه له درواغو ويلو او حرامو مالونو خوړلو څخه ځان ساتل همدې ته حيا ويل کيږي او غواړي ټول وخت د الله تعالی په اطاعت کې تېرکړي. دا ټول ويل سوي کارونه هيڅ وخت په کم  جراتۍ کي نه شمېرل کيږي.

 

کم جراته ماشوم څوک دی؟

 

کم جراته ماشوم هغه ماشوم دی، چي له خپلو همزولو سره په ښوونځۍ او ټولنه کي د راکړي ورکړي وړتيا په ځان کي نه ويني او د نورو ماشومانو په پرتله ځان کمزوری او ناتوانه احساسوي.


کم جراته ماشوم خپل ټول کارونه خراب ګڼي او د هر خراب کار مسؤل خپل ځان ګڼي، ځکه چي کم جراتي يو رواني حالت دی او ورسره په خپل ځان کي د عيب او نيمګړتيا احساس کوي.


کم جراته ماشوم په ښوونځۍ کي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کيږي او په ټولګۍ کي له خپل ښوونکي څخه هيڅ ډول پوښتنه نه سي کولی او همدارنګه له نورو ټولګيوالو سره مباحثه او مناقشه هم نه سي کولی، ځکه چي د خپلو پوښتنو او موضوعاتو په برخه کي متردد وي او ډېر وخت ځان کښونکی (ګوښه ګير) وي. ډېر وخت له خپلو ټولګيوالو او همزولو سره له ساعتيري کولو او وخت تېرولو ځان لري ساتي.


کم جراته ماشوم هيڅ وخت نه سي کولای په سم ډول رشد وکړي، ځکه چي هغه په خپل ځان کي د يو ډول سستۍ او تنبلۍ احساس کوي او همدا سستي او تنبلي يې د پرمختګ مخنيوی کوي. کم جراته ماشوم ډېر وخت په خپلو ټولو کارونو کي سرکښه او حساس عصبي وي، ترڅو د نورو پاملرنه ځان ته راواړوي.


۳۰ سلنه کم جراتي د نوي زېږېدونکو ماشومانو په منځ کي رامنځته کيږي او هغوی له داسي پيښو سره مخ کوي، چي په نوي زېږدو ماشومانو کي نه ليدل کيږي؛ د بېلګي په ډول: د کم جراته ماشوم د زړه درزا د نورو همزولو ماشومانو په پرتله چټک يا تېزه وي. کم جراتي په څلور مياشتني ماشوم کي ترسترګو کيږي او هر نوی شی هغه بېروي او که ناپېژانده وګړي وغواړي له هغه سره خبري وکړي، مخ ورڅخه اړوي او يا په خپلو لاسونو خپل مخ پټوي. په درې کلنۍ کي هغه مهال د کم جراتۍ احساس کوي، کله چي يې مور بل ناپېژانده کور ته مېلمنه ولاړه سي او هلته د ماشوم ترڅنګ مور نه وي؛ نو له کم جراتۍ سره مخ کيږي.

 

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته