تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۲۷)
نوم: یاسیر
سوال : که يو شى ګران وي او ته يې ارزانه غواړي ، نو که څوک د دوکان دار سره چنه ووهي نو ايا دا جايز ده او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
چنه وهل جائز کار دى، څه ممانعت نسته خو دومره اندازه نه چي د بائع نفس ودروي ،که يې ستا په نرخ نه درکوي نو ورڅخه ولاړسی.
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّه رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : رَحِمَ اللَّهُ رَجُلاً سَمْحًا إِذَا بَاعَ ، وَإِذَا اشْتَرَى ، وَإِذَا اقْتَضَى. رواه البخاري، کتاب بدء الوحي، باب كسب الرجل وعمله بيده.