تعليم الاسلام دارلافتاء
مسلسله شمېره : (١٢١)
نوم: نسيم ناصري
د اوسېدو ځای: لندن
سوال : زه چي کله پر لمانځه باندي ودريږم نو له سترګو څخه مي اوښکي ځي که يې په اړه معلومات راکړئ ، چي وجه يې څه ده ؟
جواب :
حامداً و مصليًا
که دې چيري دغه اوښکي د الله جل جلاله د بيري څخه وي بيا خو ستا لپاره ښه زیري دى او که چيري د دنيا د غمو څخه وي نو بيا ښه خبره نه ده ، او که چيري د يوه څخه لاهم نه وي بيانو د سترګو ماهر ډاکټر ته ورسه علاج يې وکړه، کېداى سي چي په سترګو کي دي زخم وي بيا اوداسه ته نقصان رسوي .
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارلافتاء
کندهار افغانستا ن