تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مادیت خوښوني فکر د توسعې مخنیوی په کار دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 31, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مادیت خوښوني فکر د توسعې مخنیوی په کار دئ


ډېر کلونه پخوا زموږ په ټولنه کي ډېر برجسته او خورا وتلي اشخاص اوسېدل، هغوی په څېره ډېر ساده او خاکساره معلومېدل اما عقل يې فیل نسوای وړلای.


زموږ د کندهار په کوڅو کي یو وخت داسي عظیم شخصیتونه ګرځېدل، چي هیڅ شو و شامپو يې نه وه برابره، اما د علم له لحاظه غرونه وه، په ټوله نړۍ او سیمه کي يې نوم درلود.


د سیاست له اړخه موږ داسي یو محبوب مشر درلود، چي اول خو يې افغانان د صفویانو له اشغال څخه خلاص کړل، بیا يې ټول افغانان پر یوه ټغر سره را ټول کړل، قوي يې کړل، منسجم يې کړل، ډېره سیمه يې په خپل کنټرول کي راوستل، اما دا محبوب مشر دومره عاجزه و، چي آن تاج يې هم نه پر سراوه، هغه خلک خپل لاس لاندي نه، بلکي خپل وروڼه او ملګري يې بلل، هغه پر خلکو دومره ګران سو، چي څلور پېړۍ ووتلې لا تراوسه يې خلک «نیکه» بولي.


دلته یو وخت داسي شخصیت اوسېدئ، چي خپل تر قد يې لا ډېر کتابونه لیکلي وه، هغه هیڅ مادي معیارونه نه لرل، په همدې خړو کوڅو کي به خړ پړ ګرځېدئ، اما داسي نوم يې پرېښودئ، چي ترڅو دا دنیا وي، د دوی نومونه به ژوندي او د خلکو پر خولو وي.


هو؛ لوړوالی په مادي اسبابو نه رامنځته کیږي، دا مهمه نه ده، چي یو ځوان دي ښه لوکسل موټر ولري، ښه ایفون څلور سترګي ټیلیفون دي ولري، ښه نامیان عطر دي يې وهلي وي، اصل کاټن کالي دي يې اغوستي وي، بیا نو دا ځوان راپورته ځوان دئ.

زموږ له پاره په کار دا ده، چي اسباب معیار ونه بولو، بلکي معنویات معیار وبولو، موږ ته په کار ده، چي په اسبابو سیالۍ سره ونه کړو، بلکي په تقوی، علم، اخلاص، غیرت او محنت سیالۍ سره وکړو.


موږ ولي د یوه داسي موټر یا موبایل په درلودلو چي بې دینه او د وخت غلامانو چینایانو یا جاپانیانو جوړ کړي وي، باټ وکړو او د دا شیانو درلودل، د ځان له پاره معیار وبولو؟


معیار دا دئ، چي موږ دومره ظرفیت پیدا کړو، چي د موټر او موبایل په جوړولو کي د چین او جاپان سره سیالي وکړو او د هغو څخه د خپل فرهنګ، ژبي او فکر د ودي له پاره استفاده وکړو.


راسئ ځوانانو! خپل اسلاف مطالعه کړو، په دې پوه سو، چي هغوی څومره د ژوند اساسي معیارونو ته متوجه وه او موږ له بده مرغه څومره اساسي معیارونه له پامه غورځولي دي او په مادیاتو پسي مو لستوڼي راپورته کړي دي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته