تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (١٢)
نوم: بشير احمد
سوال : چي سړى په روژه کي د خپلي ښځي سره مباشرت وکړئ او دى په ګناه نه وي خبر نو ايا بيا په استغفار سره يي الله تعالى بخښي او که به خامخا کفاره راګرځوي ؟
جواب : که فرضي روژه وي نو پر تاسي دواړو کي په هريوه باندي کفاره ٦٠ روژې کېږي او يوه قضاء لازمه ده چي د يوه نفر پر ذمه ټولي ٦١ روژې راځي چي پرلپسې يې نيول ضروري دي .
ددغه ډول ګناه څخه ناخبري هم ګناه ده، عذر نه دى، استغفار يوازي کافي نه دى ، بلکه کفارة لازمه ده ، که مو روژه فرضي نه وه نو بيا کفاره نسته .
جواب : مولوي سید عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَا كَفَّارَةَ بِإِفْسَادِ صَوْمِ غَيْرِ رَمَضَانَ. الفتاوی الهندیة، ج۱ ، ص۲۱۵.
(۲): سَبْعَةٌ يَجِبُ فِيهَا التَّتَابُعُ مِنْهَا كَفَّارَةُ الْإِفْطَارِ فِي رَمَضَانَ. الفتاوی الهندیة ج۱ ،ص۲۱۵.
(۳): مَنْ جَامَعَ عَمْدًا فِي أَحَدِ السَّبِيلَيْنِ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَالْكَفَّارَةُ، وَعَلَى الْمَرْأَةِ مِثْلُ مَا عَلَى الرَّجُلِ إنْ كَانَتْ مُطَاوِعَةً . ج۱ ، ص۲۰۵. الفتاوی الهندیة
(۴): والجماع صورة ومعنی متعمدا من غیر عذر مبیحة . بدائع الصنائع، ج٢ ، ص٩٧- طبع: بيروت .
(۵): وَمَنْ جَامَعَ أو جُومِعَ قَضَى وَكَفَّرَ. البحرالرائق ، ج٢ ، ص٢٧٦- طبع: رشیدیة