سپين وېښته له تورولو نه ساتل:
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال ( أُتي بأبي قُحافةَ يومَ فتحِ مكَّةَ ورأسُه ولحيتُه كثَغامةٍ بيضاءَ فقال رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم: ( غيِّروا رأسَه واجتنِبوا السَّوادَ )) [صحیح مسلم: 2102 ]
ژباړه: له جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روایت دی چې د مکې د فتح په ورځ د ابوبكر رضي الله عنه پلار ابوقحافه په داسې حالت کې راوستل شو چې سر او ګېره يې لکه د ثغامه بوټې په څېر تک سپین و، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل: سپینوالی يې څه شې بدل کړئ خو له تور رنګ نه ځان وساتئ.
ماخذ: له یاده وتلي ۵۰ نبوي سنتونه