تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (١١٤)
نوم: عبدالله
سوال : د جماعت په لمانځه کي به مقتدى کوم شيان وايي ؟ په هغه لمانځه کي چي قرآت په زوره ويل کېږي او په هغه لمانځه کي چي قرآت کرار ويل کېږي .
جواب :
د جماعت په لمانځه کي به مقتدي په امام پسې په ولاړه کي يعني په قيام کي که په زوره لمونځ وي او که پټ قرائت يعني الحمد الله او سورت به نه وايي. پاته نور اذکار چي په رکوع ، سجده او ناسته کي ويل کیږي هغه به خپله وايي.
په امام پسې د جهري او سري لمونځ همدا طریقه زموږ د احنافو مذهب دی دلائل يې په کتابونو کي صراحتاً ذکر دي .
جواب : مولوي سيدعبدالباري
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان