تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د زکات په اړه پوره معلومات راکړئ
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 10, 2018
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شميره : (۲۴۵)
 
نوم: محب الله اغا 
 
سوال : که د زکات په هلکه پوره معلومات راکړى ډېره مهرباني به مو وي ؟
 
جواب : 
 
حامدًا ومصلياً
 
زکات پر هر هغه مسلمان فرض دئ  چي عاقل وي، بالغ وي او  اوه نیمي تولې سره زر او یا دوه پنځوس نیمي تولې سپین زر او یا د دوو پنځوس نیمو تولو سپینو زرو په اندازه نقدي پیسې ولري ،  او یا په همدې اندازه نور تجارتي سامان ولري نو څلوېښتمه حصه به په زکات کي ورکوي.
 
او د مځکي د حاصلاتو زکات لسمه حصه ده ، دا هلته چي مځکه د باران او ویالو په اوبو اوبه کيږي، که چيري د کارېز او واټرپمپ په اوبو اوبېدل نو شلمه حصه به په حاصلاتو کښي زکات ورکوي (١) .
 
الجواب : مولوي محمود  
الجواب صحيح  : مولوي عبدالهادي اغا او مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱): وَآتُوا الزَّكَاةَ.... سورة البقره ، آیت ۱۱۰
 
(۲):عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ، عَنْ أَبِيهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : فِيمَا سَقَتِ السَّمَاءُ وَالْعُيُونُ ، أَوْ كَانَ عَثَرِيًّا الْعُشْرُ وَمَا سُقِيَ بِالنَّضْحِ نِصْفُ الْعُشْرِ. البخاري، کتاب الزکات، ج۱، ص۲۰۱، قدیمي کتب خانه کراچي   
 
(۳): فَالدَّلِيلُ عَلَى فَرْضِيَّتِهَا الْكِتَابُ ، وَالسُّنَّةُ ، وَالْإِجْمَاعُ ، وَالْمَعْقُولُ . بدائع الصنائع ، کتاب الزکات ، ج۱ ، ص۷۵ ، طبع مکتبه رشیدیه کوئټه . 
 
(۴): ( وَأَمَّا شُرُوطُ وُجُوبِهَا فَمِنْهَا ) الْحُرِّيَّةُ حَتَّى لَا تَجِبَ الزَّكَاةُ عَلَى الْعَبْدِ.... وَمِنْهَا الْإِسْلَامُ حَتَّى لَا تَجِبَ عَلَى الْكَافِرِ....( وَمِنْهَا الْعَقْلُ وَالْبُلُوغُ ) فَلَيْسَ الزَّكَاةُ عَلَى صَبِيٍّ وَمَجْنُونٍ... وَمِنْهَا الْمِلْكُ التَّامُّ... ( وَمِنْهَا كَوْنُ الْمَالِ نِصَابًا ) فَلَا تَجِبُ فِي أَقَلَّ مِنْهُ. الهندیة ، کتاب الزکات ، ج۱ ، ص۱۷۱ ، طبع مکتبه رشیدیه کوئټه .
 
(۵): ونصاب الذهب عشرون ونصاب الفضة مائتا درهم ونصاب متاع التجارة اذا بلغ قيمته مائتي درهم او عشرون مثقالا من الذهب. النتف فی الفتاوی، کتاب الزکات ، ص۱۰۹ ، طبع المکتبة العمانیه کوئټه . 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته