تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شميره : (۵۲۳)
نوم: انجنير نثار احمد الکوزى
د اوسېدو ځای: لغمان
سوال : د تقلید او عدم تقلید په باره کي دقران او حدیثو په رڼا کي مفصل معلومات راکړئ ؟
جواب :
حامدًا و مصلياً
د اسلام د علماء کرامو تقليد، متابعت او پيروي په اياتونو د قران او احاديثو سره ثابته ده .
الله جل جلاله فرمايي: فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. یعني تاسي د مسئلې سوال کوي د علماوو څخه د هغو متابعت کوي که چيري تاسي لره علم نه وي (١).
بل ځای الله جل جلاله فرمايي: وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ. که چيري تاسي وسپاري هغه کار او خبره و نبى عليه الصلاة والسلام او علماء د صحابو کرامو ته د پاره د معلومات د خبر . دوي به را وباسي معلومات د خبري پخپل زرکتيا او تجربې سره. په دې آيت کي اشاره ده دې ته چي څوک د يو کار په نفع او ضرر او په حل او حرمت نه پوهيږي نو دى به د اولي الامر او اهل راى متابعت کوي (٢) .
په دې حديث شریف کي: :... فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين عضوا عليها بالنواجذ د صحابه کرامو رضي الله تعالى عنهم د متابعت (تقليد) امر سوى دى (٣).
د امامانو پر تقليد د مسلمانانو اصطلاح او تعامل راغلى دى چي دا حسن کار دى (٤).
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : تاسو د امت لوی جماعت (د خواصولکه محدثين ، مفسرين ، فقهاء او د احادیثو د شارحينو) متابعت کوئ .(٥)
الجواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام درالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : سورت النحل ايت ٤٣ .
(٢) : سورت النساء ايت ٨٣ .
(٣) : رواه الترمذي و ابن ماجه
(۴) : مَا رَآهُ الْمُؤْمِنُ حَسَنًا فَهُوَ عِنْدَ اللهِ حَسَنٌ ، وَمَا رَآهُ الْمُؤْمِنُونَ قَبِيحًا فَهُوَ عِنْدَ اللهِ قَبِيحٌ. رواه احمد، وفي مسند البزار و رواه طبراني في الکبیر.
(٥): اتبعوا السواد الاعظم. مشکوة، رواه ابن ماجه وفي المستدرک علی الصحیحین.
(۶): وعن علي قال: قلت: يا رسول الله إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي فما تأمرنا؟ قال: "شاوروا فيه الفقهاء والعابدين ولا تمضوا فيه رأي خاصة". الهيثمي في مجمع الزوائد ورواه الطبراني في الأوسط ورجاله موثقون من أهل الصحيح.