تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥۵۸)
نوم: غمي کاکړ
د اوسېدو ځای: جرمني
سوال : د شکرانې د پسه د حلالېدو ځای حتماً باید د حرم په ساحه کي وسي ایا دا د الله امر دی او که د بل چا؟ که زه د شکرانې پسه د شکر د پر ځای کولو په خاطر په عیني زمان او وخت کي د الله پر بله مځکه کي حلال کړم ایا دا ګناه ده او که څنګه؟ د شکر اداء کول د الله پر هري مځکي چي وي صرف زما په ګمان ادایني د شکر باید په مځکه محدود نسي. ځکه ما يې شرط یعني د شیطان ویشتل پر ځای کړل، وخت معین دی مګر زه غواړم چي په عیني وخت کي دا واجب امر په کندهار کي خپلو مسکینو خلکو د استفادې د پاره په کار واچوم. ایا دا په هغه وخت کي د مسکنت په خاطر دا کار نه دی سوی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
دا د الله جل جلاله امر دى ، چي دغه هديه او شکرانه بايد د حرم پر مځکه باندي حلاله سي ، لکه څه ډول چي د منى څلى څوک په بل ځاى کي درولاى نه سي او نه عرفات او نه صفا او مروا بل ځاى کېدلاى سي ، دغه ډول دحج قرباني د حرام د مقدسي مځکي څخه دباندي نه صحيح کيږي .
او د عبادت طريقه په عقل او رايه نه ثابتيږي بلکي په آسماني وحيو یعني قران او حديثو ثابتيږي ، البته د اختري، عقيقې او د داسي نورو خيراتي پسونو حلالول د مځکي په هرځاى کي کېدلاى سي .
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):لَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ. سورت البقره: ايت١٩٦ .
(٢): قال العلامه الکاساني وَأَمَّا مَكَانُ هَذَا الدَّمِ فَالْحَرَمُ ، لَا يَجُوزُ فِي غَيْرِهِ لِقَوْلِهِ تَعَالَى وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَمَحِلُّهُ الْحَرَمُ، الى ان قال وَالْهَدْيُ اسْمٌ لِمَا يُهْدَى إلَى بَيْتِ اللَّهِ الْحَرَامِ أَيْ يُبْعَثُ ، وَيُنْقَلُ إلَيْهِ. بدائع الصنائع: ج٢ ، ص١٧٤ ، طبع بيروت .
(٣):و ) يتعين الحرم لا منى للكل لا لفقره. الدرالمختار: ج٢ ، ص٢٧٢ ، باب الهدى، طبع: رشيديه