تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٣٢٤)
نوم: محمد مشفيق
سوال : که چيري يوه لور خپل مور حج ته واستوي ، نو د مور حج يې صحيح کېږي او که يا ؟ د هغې لور واده يي سوي دى خوهغه غواړي چي خپل مور حج ته واستوي ؟؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ستا په پوښتنه کي ابهام دى، پوښتنه مو واضح نه ده.
په دې کي خو شک نسته چي د مور سره احسان کول ډېر زیات ثواب دى او د مور حج يې هم صحيح دى په دې شرط که دا پيسې د لور خپلي وي يا يې مېړه وربخښلي وي او که ستا مطلب دا وي چي دغه لور دحج کولو قدرت لري او د سفرملګری محرم يا زوج لري ، بياهم دا خپل فرض نه اداکوي بلکي د مور سره احسان کوي هغه استوي نو د مور حج يې صحيح دى لکن د لور پر ذمه فرض پاته دى، دابه خپل فرض ادا کوي .
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------------------------