تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: بی له احرامه تر جده تیر سوم؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۸۳)
نوم: دوست محمد      
                                                                                                                             
د اوسېدو ځاى(نیویارک امریکا)
 
سوال : په جده کی تا سولو دوې شپې مو په جده کی وکړلي د یوه دوست کره بیا ولاړو  و مدیني منوري ته په  مدینه منوره کي مو یوه هفته تیره کړه بیا راغلو مکي معظمي ته هغه خپله عمره موپوره کړل، بیا چي بیرته و سعودي څخه موږ و مصر ته ولاړو دمصر څخه بیرته راغلو د جدې ته جدي ته راغلو نیت مو د عمري دستي نه وو خو هوري دا شرائط داسي راغلل چی هغه دوستان چي موپه جده کي ول هغه تللي ول، نو ماو حجاڼي ته وویل راځه ولاړ سو چي عمره وکړونوبیا راغلو ټیکسي مو ونیوي مکي معظمي ته راغلو د بی بی عایشې رضی الله تعالی عنها په مسجد کي مو احرام وتړی  هلته مو احرام وتړي او بیا مو عمره وتړل؟ اوس دغه بعضي خلګ وايي ته چي و مکي معظمي ته بی احرامه تلي پر تا باندي دم اوښتي دی؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
تاسو  د افاقیانو تر میقاتو بی احرام داخل سوی یاست  پر تاسو  دم لازم دی، د بی بی عایشي رضی الله تعالی عنه مسجد د افاقیانو میقات نه دی.
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):ولو جاوز ميقاتا من المواقيت الخمسة يريد الحج أو العمرة فجاوزه بغير إحرام ثم عاد قبل أن يحرم وأحرم من الميقات ، وجاوزه محرما لا يجب عليه دم بالإجماع ؛ لأنه لما عاد إلى الميقات قبل أن يحرم ، وأحرم التحقت تلك المجاوزة بالعدم ، وصار هذا ابتداء إحرام منه. بدائع الصنائع: ج۲، ص۱۶۵.
 
(۲):ومن تجاوز الميقات دون إحرام وجب عليه الدم إلا إذا عاد إليه. الفقه الاسلامي: ج۳، ص۷۶.
 
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سیدعبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته