تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۵۵۲)
نوم: احسان الله شینواری
سوال : د بعضو خلګو څخه مي اورېدلي دي، چي د ماسختن لمونځ د شپې د دولسو بجو څخه وروسته روا نه دئ ، ايا دا صحيح ده او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ماخستن د لمانځه وخت تر سپېدو پوري وي ، البته د شپې په وروستۍ نيمه برخه کي يې ادا کو ل کراهيت لري .
الجواب : مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): والعشاء والوتر منه الى الصبح. زيلعي : ج۱، ص٨١- کتاب الصلوة، طبع: امدادیة حنفیة
(۲): نورالايضاح . ص۵۶- کتاب الصلوة
(۳): والتاخیر الی النصف مباح وبعد النصف مکروه کراهة تحریمیة. الموسوعة الفقهیة: ج۷، ص۱۷۸