تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥٢٢)
نوم: سليمان
د اوسېدو ځای: امريکا
سوال : زه د مكتب څخه پر ٣:١٠ رخصت كيږم زه نسم كولاى، چي د ماسپښين لمونځ په مكتب كه وكړم ، نو زه كولاى سم چي په نورو لمونځو كه يي ادا كړم او که نه ؟
جواب :
حامداً ومصلياً
تاسي بايد لمونځ په خپل وخت کي ادا کړئ د لمانځه قضاء کول کبيره ګناه ده ، کوم لمونځ چي تاسو قضاء کړی وي د هغه قضاء بايد په حتمي ډول را وګرځوئ او هم باید د قضاء کولو څخه توبه وکاږئ .
لمونځ په مکتب کي هم صحيح کیږي او بل داچي تاسو په غربي نړۍ کي هر چيري لمونځ ادا کوي نو هيڅوک هم ستاسو ممانعت نه کوي.
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):إنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا. سورت النساء، ایت ۱۰۳
(۲): واما اثم تاخیرها عن الْوَقْتِ الذي هو كَبِيرَةٌ فَبَاقٍ لَا يَزُولُ بِالْقَضَاءِ الْمُجَرَّدِ عن التَّوْبَةِ بَلْ لَا بُدَّ منها. البحرالرائق: ج٢ ، ص٧٩ ، طبع رشيديه کوئټه .
وکذا في مجمع الانهر: ج١ ، ص٢١٤ ، باب في قضاء الفوائت
وکذا في الدرالمختارمع الرد: ج١ ، ص٥٣٤ ، طبع رشيديه کوئټه .