تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام(۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 6, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري
ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

(۴)

یو څوک ان فرینډکول یا دملګرو د لست څخه ایستل 


یو ملګری په کومه ناخوښه یا غيراخلاقي خبرو یا موادو د تشهير په وجه د خپلو ټولنيزي دائرې څخه ایستل خو د لاندي خبرو خیال ساتل په کار دئ:


۱: دليل مو باید معقول وي په معمولي خوابدي یا ناخوښي په وجه داسي کول د بد اخلاقۍ په ډله کي راځي.


۲: که چيري هغه د زغمولو خبره وي نو تاسو باید وزغمی او په مناسب ځای د تفهیم څخه کار واخلئ.


۳: که چېري کومه غټه او اخلاقي بدي نه وي؛ نو تاسو باید پوره کوښښ وکئ چي په یو نه یو ډول دی د دې ناوړه حرکت څخه وساتئ خو دا خبره په یاد ولرئ چي د نصيحت لپاره صبر و زغم، حکمت او پوهي ته هم ضرورت دئ.


۴: که چيري وجه معقوله او د زغم وړ نه وي او د تفهيم مناسبه فایده نه لري نو د هغوی د ملګرو دلیست څخه ایستلو باندي هيڅ فکر نه دئ په کار.


۵: کله ناکله د بازار موندني یا بله وجه یو لړ ډېر نامعقول پوسټونه یا اعلانات پر صفحه راښکاره کيږي نورستاسو اخلاقي دنده ده چي د فېسبوک مدیریت ته د دې خبر ورکړي یا شکایت وکړئ تر څو قانوني عمل ورسره وکړای سي. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته