تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۴۸)
نوم: فواد
د اوسېدو ځای: عينو مينه کندهار
سوال : د رهنمایی په کارو بار کښې د پیسو اخیستل څنګه عمل دی، ایا دا بیع که ربا شمیرل کیږی؟ځکه د رهنمایی معمله ګر د دواړو جانبینو (پیردونکی او پلورنکی) څخه خپله ونډه اخلی! - او په شریعت کې د ونډی اخیستل شرایط څه دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د رهمنائي پيسې د داوړو جانبينو څخه اخيستل جائز دي، دا د رهنماد عمل اجوره ده ونډه نه ده ، او نه ربا ده بلکه دا اجاره شمېرل کيږي دعرف او ضرورت له مخي دې ته فقهاو جواز ورکړى دى خصوصاً چي اجرت معلوم وي.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):فَجَوَّزُوهُ لِحَاجَةِ النَّاسِ إلَيْهِ كَدُخُولِ الْحَمَّامِ وَعَنْهُ قَالَ : رَأَيْتُ ابْنَ شُجَاعٍ يُقَاطِعُ نَسَّاجًا يَنْسِجُ لَهُ ثِيَابًا فِي كُلِّ سَنَةٍ. رد المحتار: ج٥، ص٤٤، طبع رشيديه .
(۲): والحاصل ان الجهالة اليسيرة عفو فيما جري فيه التحامل لکونها لا تقضي الى النزاع عادة. الفقه الحنفي في ثوبه الجديه: ج٤، ص٣٦٩، باب اجرة السمسرة .
(٣): دلالى کي اجرت جائز ہے. آپ کي مسائل: ج٧، ص٣٨٩.
(٤): دونوں طرف سے دلالى جائز ہے اپني عموم کے وجه سے. فتاوي محموديه: ج١٦، ص٦١٧.