تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٦٨٢)
نوم: پردیس
د اوسېدو ځای:کنړ
سوال : که یو سړی ږيره ووهي د یو مشکل په خاطر او یا یي وخر وي ایا دا څنګه کار دئ ، جواز لري او که يې نه لري ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ږيري خريل حرام کار دى، دغه ډول تر قبضې يې کوچني کول هم جواز نه لري ا لبته که پر مخ دا ډول ناروغي ولري چي د ماهر او دينداره ډاکټر په آند يې د ږيري د خريلو پرته علاج کېدلاى نه سواى، بيا يې د ضرورت په اندازه خريل جواز لري.
جواب: مولوي عبدالغفار حسني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم: خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى. صحیح المسلم: ج۱، ص۱۱۹، باب خصال الفطرة، طبع قدیمی .
(۲): وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: فإنه لا يدرك ما عند الله إلا بطاعته. احسن الفتاوي، ج٦، ص١٧-١٨، کتاب الجهاد.
(٣): وجوزه في النهاية بمحرم إذا أخبره طبيب مسلم أن فيه شفاء ولم يجد مباحا يقوم مقامه. الدالمختار: ج٨، ص٣٨٩، فصل فے البيوع من کتاب الخطر. د ټولو مرجع فتاوی محموديه: ج١٩، ص٤١٦- ٤١٧.