حضرت وائل بن حجر رضي الله عنه فرمايي: رَأَيْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم إِذَا سَجَدَ وَضَعَ رُكْبَتَيْهِ قَبْلَ يَدَيْهِ وَإِذَا نَهَضَ رَفَعَ يَدَيْهِ قَبْلَ رُكْبَتَيْهِ. ابوداؤد، ترمذي، نسائی، ابن ماجه
ژباړه: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدی چي کله به يې سجده کول نو خپل زنګنونه به يې تر خپلو لاسونو مخکي (پر مځکه) ایښوول او کله چي به د سجدې څخه راپورته کېدی نو خپل لاسونه به يې تر خپلو زنګنونو مخکي راپورته کول.