تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 14, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري
ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د فېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

د فېسبوک استعمال:روا دئ که ناروا؟

(۲)


لکه څرنګه، چي مو مخکي وویل، چي هیڅ ايجاد په خپل ذات کي بد یا ښه نه وي، استعمال لرونکي يې په څه نیت او د کومو اهدفو لپاره استعمالوي همدا نیت او رویه د هغه شي د ښه یا بد تعين کوي. په لاندي ګراف کي موږ يولړمثبت او منفي افکار یا نیتونه او د هغوی حکم ليکو، هيله لرم چي د هغوی په رڼا کښي به خبره تر ډېره واضحه سي:


۱: زه د خپلو ملګرو سره په ډېره اسانۍ اړيکه (تماس) نيولای سم د هغوی ستونزي او همدا ډول په غم او ښادي کي شریکېدلای سم.
حکم: دا یو جایز او نېک نيت دئ.


۲: زه د خپلو قریبانو او د هغوی د کورنیو د مشرانو سره په اسانۍ اړیکه نیولای سم، چي په عامو حالاتو کي ژرليده کاته یا ملاقات ممکن نه وي. په ستونزو کي ورسره مرسته کولای سم او په غم او ښادي کي ئې شریکېدلای سم.


حکم: دا صله رحمي یعني د قريبانو سره په حسن سلوک کي داخله ده هر مسلمان ته ددې خیال ساتل اړين دي.
۳: زه  خپل کاروبار، تجارت یا پروژه مشهوره کولای سم.


حکم: که چيري کار وبار یا پروژه حلال او روا وي نو دا هم روا او حلال کاردئ.


۴: زه مي د خپلو استادانو او نورو ملګرو سره په اړيکه کي اوسم او په علمي توګه تل آپ ډېټ يم(تازه). 


حکم: داکار روا او سم نیت دئ.


۵: زه دیني او معلوماتي لیکني خپروم، پېج یا صفحه جوړوم، ديني او معلوماتي صفحې خوښوم، تر څو یو څه زده یا بل چاته ور زده کم او پخپل ټولنيز ژوندکي ئې خپاره او نشرکړای سم.


حکم: ښه نیت دئ.


۶: زه به د هلکانو سره ښه ملګری وکړم/ زه ډېری هلکان ملګري کړم او ښه وخت به و لرم.


حکم: که چېري ګټه ور څخه هدف نه وي نو دا کار فضول او بي کاره نيت دئ.


۷: د انجونو سره به یارانې جوړي کړم ، خبري او اتري به ور سره وکم د سیل پروګرامونه به ورسره  جوړ کم او داسي نور.


حکم: دا کار ناروا او د حرامو نیت دی.نو دا هم حرام دی. 


تاسو ته به معلومه سوې وي، چي په نیتونو باندي دکارونو حکم بدليږي نو که چېري هدف او مقصد روا وي نو بیا دفېسبوک په استعمال کي هيڅ حرج نسته مګر که چيري هدف یا مقصد ناروا یا نا مناسب وي نو بیا لومړی د هدف او مقصد تصحيح کول لازمي دي د نیت یا هدف تصحيح کول ډېر اسانه دي. الله جل جلاله په زړونو خبر او عالم دی د خپل نیت په صحيح کولو کي د الله جل جلاله څخه د ثابت قدمه پاته کېدلو او استقامت دعا هم غوښتل په کارده .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته