لیکنه: محمد نبي سلطاني
ښکاره خبره ده ، چي زموږ ستر لارښود نبي کريم صلی الله علیه وسلم پر دې نړۍ د ښه عمل، ښه خوى، ښه معاملې، سخا، مېلمه پالني، تواضع مساوات، شجاعت، حيا، عزم ، د استقلال، د رښتيا ويلو، د عهد ترسره کولو، دزهد او تقوا کولو، د عفوي، حلم، د ميني او مهربانۍ، دبخښي او شفقت پوره څښتن وو، پيغمبر صلی الله علیه وسلم په لاندي دوو داسي مبارک آياتونو کي په دا سي صفتونو سر ه ستايل سوى دى، چي يو اوبل ته ډېر نژدې مفهوم لري.الله جل جلاله فرمايي:
لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ. (سورة التوبةآلاية١٢٨)
ژباړه: په رښتيا سره، چي ستاسي څخه ستاسو لپاره يو داسي سړى د الله جل جلاله د استازي په توګه راغلى دى، چي ستاسي ستونزه ډېر پر درنه ، د خو ښـۍ موخورا لېواله او پرمومنانو خورامهربانه اوزړه سوانده دئ. او په بل ځاى کي الله جل جلاله د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ. (سورت انبيا الاية١٠٧)
ژباړه: او اې محمده صلی الله علیه وسلم !ته مو دټولو نړيوالو لپاره رحمت رالېږلئ يې. او په بل ځاى کي الله جل جلاله د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمايي:
وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ. (سورة القلم الاية ٤)
. ژباړه:اې پيغمبره صلی الله علیه وسلم ! ته د ډېر لوى ښکلي صفت خاوند يې. او همدا ډول هغه چا چي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سپېڅلى سيرت لوستى وي او غور يې پکښي کړئ وي نو دا به ورته څرګنده سوې وي، چي هغه څه چي موږ يې پورته يادونه وکړه د نړۍ په يوه شخصيت کي به هم دومره ښېګڼي نه وي موجودي.
حضرت خديجة الکبْرى رضي الله عنها چي د نبوت څخه وړاندي او وروسته يې پنځه ويشت کلونه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره ګډ ژوند تېر کړى دې مبارکي به د وحي د ابتدا او پيل په زمانه کي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته په دې الفاظو تسلي ورکوله، زما دي په الله جل جلاله قسم وي، چي الله جل جلاله به هيڅکله تا خپه او غمجن نه کړي، ځکه ته د خلګو سره صله رحمي کوې، د پور وړو بارونه پر اوږو اخلې، د غريبانو سره مرسته کوې، د غمونو او مصيبتونو په وخت کي د خلګو په کارېږې. نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ډېر نرم طبيعت خاوند وو، پر چا باندي يې سپکه نه پېرزو کېدل، په وړو وړو خبرو يې لاهم د خلګو څخه مننه کوله. نبي کريم صلی الله علیه وسلم ډېر او صاف لرله ،چي موږ يې يادونه وکړه که پر هر يوه بېل بېل ږغيږو او ټولي ځانګړتياوي يې را سپړو نو دا به زموږ تر وس تېره خبره وي او وبه نسوکولاى چي د يو داسي ستر شخصيت ټولي ځانګړتياوي را وسپړو.
غواړم، چي په دې لنډه ليکنه کي د دې ستر شخصيت نبي کريم صلی الله علیه وسلم پر صله رحمي باندي څه وکاږم، نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوازي پر خپلي کورنۍ، اصحابانو او مسلمانانو لطف او مهرباني نه لرله بلکي پر خپلو دښمنانو هم مهربانه و، چي ښه بېلګه يې د طايف پېښه ده، کله چي الله جل جلاله نبي کريم صلی الله علیه وسلم په پيغمبرۍ وټاکى نهه کاله نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کي تبيلغ کاوه او د خپل قوم د اصلاح هڅه به يې کوله مګر د يوې کوچنۍ ډلي پرته، چي مسلمانه سوي وه، او څو تنو کفارو هم د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ملاتړکا وه، نورو ټولو د مکې اوسېدونکو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو د زو رېدلو لاري لټولې د نبوت په لسم کال، چي کله د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اکا ابوطالب وفات سو د نوموړي مړيني د مکې کفارو ته د مسلمانانو د ځورولو لاره نور ه هم خلاصه کړه اوس نو دوى کولاى سواى ، چي په آزاده پښه مسلمانان وځوروي نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دې موخه طايف ته تشريف يووړ ترڅو د هغه ځاى اوسېدونکي (ثقيف) نومي قوم مسلمانان سي او نور به نو مسلمانان د دې تکليفونو څخه خلاص سي او د اسلام د مبارک دين د خپرولو بنسټ به کېښودل سي.
کله چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم طايف ته ورسيدى د هغه قوم د مشرانو سره يې خبري پيل کړې او د الله جل جلاله د دين ولوري ته يې را وبلل نوموړو کسانو د دې پر ځاى، چي اسلام قبول کړي او يا لږ تر لږه د عربو دود او مېلمه پالنه ورسره وکړي بلکي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته يې په بې مخى سره جواب ورکړ، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته يې وويل ژر زموږ له ښاره ووځه هر ځاى، چي ستا د خوښى ځاى وي هغه ځاى ته ولاړ سه نبي کريم صلی الله علیه وسلم په نااُميدۍ سره روان سو د هغه قوم خلګو په نبي کريم صلی الله علیه وسلم پسي د کلي هلکان پسې کړه. نبي کريم صلی الله علیه وسلم به يې په کاڼو ويشتۍ، پسخندونه به يې په وهل او چک چکي به يې پسي کولې ترڅو، چي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مبارک بدن زخمي سو او چپلکي يې په وينو سرې سوې. نبي کريم صلی الله علیه وسلم بېرته له دوئ څخه په نااميدۍ راغلۍ او په لاره کي کښېنستۍ دعا يې وکړه، په لنډو ټکوکي يې خپل شکايت الله جل جلاله ته وړاندي کړ او د الله جل جلاله په قضاء يې خپله خوښي څرګنده کړه او د ده مبارک دعائي الفاظ هم د ده ستره مېړانه او همت څرګندوي.
الله جل جلاله چي يو صفت يې قهار دى د خپل نازولي په ځورېدو سره يې سمدستي جبرائيل عليه السلام د غرونو د واک (اختيار) د ملکي په ملتيارا واستاوه ، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته يي سلام ووايه او ورته وې ويل امر وکړه زه به پر دې قوم غرونه راپورته کړم او ټول قوم به په ذره ذره کړم. نبي کريم صلی الله علیه وسلم چي ډېر رحم لرونکى پيغمبر وو، ملايکي ته يې وويل زه د دوى هلاک کېدل نه غواړم بلکي زه دوى ته د هدايت دعا کوم اُميدلرم، چي د دوى په اولادونو کي به مسلمانان پيداسي.
دې ته ورته نوري پيښي هم شتون لري، چي دا يوازي موږ د يو بيلګي په توګه په لنډ ډول بيان کړه نبي کريم صلی الله علیه وسلم به صله رحمي کوله او اصحابو رضي الله عنهم مبارکانو ته به يې هم د صله رحمۍ ښېګڼي بيانولې، او هغوى به يې صله رحمۍ ته رابلل لکه، چي د ده مبارک حديث دى فرمايي: الرَّحِمُ مُعَلَّقَةٌ بِالْعَرْشِ تَقُولُ مَنْ وَصَلَنِى وَصَلَهُ اللّهُ وَمَنْ قَطَعَنِى قَطَعَهُ اللَّهُ (بخاري او مسلم)
ژباړه:خپلوي او رحم په عرش پوري ځوړند دى څوک چي صله رحمي کوي الله جل جلاله رحم باندي کوي ، څوک چي صله رحمي قطع کوي يعني نه يې کوي الله جل جلاله رحم باندي قطع کوي. (پر هغه باندي به رحم او مهرباني ونه کړي) او همدا ډول نبي کريم صلی الله علیه وسلم همېشه و خپلو اصحابو ته په شفقت او مهربانۍ لرلو سره ډېر ټينګار کاوه ،يوه صحابي رضي الله عنه يوه ورځ ورته وويل: اې د الله رسوله! ته موږ ته د شفقت او مهربانۍ په اړه ډېري خبري کو ې، موږ د خپلو مېرمنو او اولادونو سره ډېره خواخوږي لرو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل : زما موخه يوازي دا نه ده لکه تا چي وويل : (يوازي پر خپلو اولادونو او مېرمنو مهرباني کول) بلکي زموږ موخه د ټول بشريت سره د مهربانۍ درلودل دي. (رياض الصالحين)
نبي کريم صلی الله علیه وسلم پر خپلي کورنۍ، ماشومانو، ملګرو، کافرانو او آن پر حيواناتو يې هم ترحم درلودئ او نورو ته به يې هم ورسره په ترحم کولوټېنګارکاوه ! لکه چي فرمايي(يسروا ولاتعسروا وبشروا ولاتنفروا (بخاري) ژباړه: اساني کوى، سختۍ مه کوى زېرى ورکوئ ، او کرکه مه خپروى، او په بل ځاى کي د مسلمان ورور سره د ورورولۍپه اړه داسي جامع توري لري، چي د انسان مادي او معنوي ټول اړخونه په بره کي نيسي لکه چي فرمايي: (لايؤمن احدکم حتى يحب لاخيه مايحب لنفسه) (بخاري)
ژباړه: په تا سوکي يو څوک ترهغه کامل مومن کېدلاى نسي تر څو د ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي، چي د ځان لپاره يې خوښوى، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ټول ژوند مينه او رحمت وو، په کور کي يو مهربانه خاوند،زړه سوانده پلار او مشر، په کلي کي يو خواخوږى ګاونډى ،په مسجد کي د خلګو نجات او خلاصون ته لېواله امام ، دامت لپاره د غني عاطفې لرونکى لارښود، د دښمن په مقابل کي زړه ور قائد او امين شخصيت وو، کله چي به يو چا بد ورسره کول خو ده به ښه ورسره کول او مسلمانان به يې هم و داسي څه ته هڅول، ترڅو د بدو په مقابل کي د خلګو سره ښه وکړي لکه چي فرمايې: ليس الواصل بالمکافيء ولکن الواصل الذي اذا قطعت رحمه وصلها( بخاري)
ژباړه: هغه څوک د رحم وصلونکى ندى ،چي د ښېګڼي په مقابل کي ښېګڼه کوي بلکي د رحم وصلونکى هغه څوک دى، چي د بدۍ په وخت کي ښېګڼه کوي او د خپلوى علاقه ساتي. د انسان د اخلاقو په ذخيره کي تر ټولو ډېر قيمتي شى پر دښمنانو رحم کول او هغو ته بخښنه او عفوه کول دي. نبي کريم صلی الله علیه وسلم به تل هغه دښمنانو ته لاهم عفوه کول او پر هغو به يې هم رحم کاوه، چي د ده د سر په سودا پسي به را وتلي وه، او غوښتل به يې چي دى مبارک په شهادت ورسوي د داسي پيښو څخه يوه د دښمنانو څخه د بدل او انتقام اخيستلو ډېر ښه وخت او موقع د حرم شريف د نيولو ورځ وه په تېره بيا په داسي وخت کي چي انسان خپل هغه دښمنان په سترګو ويني، چي هغوى د ده و وينو ته تږي ناست وه او ده له هغو څخه راز راز تکليفونه ليدلي او ګاللي وي ، ليکن دغو ټولو ته يې دا خبره وکړه، چي: ( لا تثريب عليکم اليوم اذهبو فانتم الطلقاء).
ژباړه: پر تاسي هيڅ ډول ملامتي نسته ولاړ سى ټول آزاد ياست او نور يې چاته هيڅ ونه ويل. نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه يوازي دا چي خپلو دښمنانو ته يې عفوه او پر هغو به يې مهرباني کول بلکي د ټولي نړۍ خيرخواهي يې غوښتل او دا يې هيله او ارزو وه،چي نړۍ وال د اسلام په مبارک دين مشرف سي او ويل به يې:( انصر اخاک ظالما او مظلوما فقال رجل يا رسول الله انصر ه مظلوما فکيف انصره ظالما قال تمنعه من الظلم فذا لک نصرک اياه (بخاري او مسلم) ژباړه: له خپل ورور سره مرسته وکړئ که ظالم وي او که مظلوم، يوه سړي پوښتنه وکړه مظلوم خو د مرستي وړ دئ خو د ظالم سره څه راز مرسته وکړمه ؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ظالم د ظلم څخه راوګرځوه او همدا ورسره ستا مرسته ده.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د رحم، عاطفې او عفوي لمن دومره پراخه وه، چي په دې کي يې د مسلمانانو په منځ کي هيڅ فرق او تميز نه وو. او د ده مبارک د لوړ رحم، عطفې او عفوي بارانونه، په غرونو رغونو، باغونو، او چمنونو يو شان اورېده، الله جل جلاله دي د داسي لوړ رحم، عاطفې او عفوي څه همت په موږ مسلمانانو کي هم پېداکړي.امين
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه