لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: د وهب بن منبه څخه روايت دی چي په حکمت کي د آل داود راغلي دي: پر هر هوښيار باندي دا لازمه ده چي د څلورو وختونو څخه غافل نسي: هغه وخت چي د خپل رب سره مناجات کوي، هغه وخت چي د ځان سره حساب کوي، هغه وخت چي د خپلو هغو وړونو څخه ځي چي دده په عيبونو يې خبروي او دی يې د ځان په اړه تصديق کوي او هغه وخت چي په حلال او ښايسته کارونو کي خپل نفس او د هغه خوندونه سره پرېږدي.
يعني د هر هوښيار لپاره دغه څلور وختونه ډېر مهم دي:
1 – هغه وخت چي په هغه کي د خپل رب سره مناجات کوي او د خپل رب عبادت په هغه وخت کي کوي؛ داسي وخت بايد د هيڅ هوښيار له ياده ونوځي.
2 – هغه وخت چي په هغه کي د خپل نفس سره حساب کوي او خپل ښه او بد کارونه سره پرتله کوي تر څو ښو کارونو ته دوام ورکړي او له بدو کارونو څخه ځان وساتي.
3 – هغه وخت چي په هغه کي د خپلو ښو ملګرو سره ملاقات کوي تر څو هغوی يې عيبونه ورته په ګوته کړي.
4 – هغه وخت چي په هغه کي خپل نفس او د نفس خوندونه سره ايله کوي البته په حلالو او مباحو شيانو کي ترڅو نفس خپله اړتيا هم پوره کړي او تجاوز هم ورڅخه ونسي.
عَنْ وَهْبِ بْنِ مُنَبِّهٍ، قَالَ: " فِي حِكْمَةِ آلِ دَاوُدَ حَقٌّ عَلَى الْعَاقِلِ أَنْ لَا يُشْغَلَ عَنْ أَرْبَعِ سَاعَاتٍ، سَاعَةٍ يُنَاجِي فِيهَا رَبَّهُ، وَسَاعَةٍ يُحَاسَبُ فِيهَا نَفْسَهُ، وَسَاعَةٍ يَقْضِي فِيهَا إِلَى إِخْوَانِهِ الَّذِينَ يُخْبِرُونَهُ بِعُيُوبِهِ وَيُصَدِّقُونَهُ عَنْ نَفْسِهِ، وَسَاعَةٍ يُخَلِّي فِيهَا بَيْنَ نَفْسِهِ وَبَيْنَ لَذَّاتِهَا فِيمَا يَحِلُّ وَيَجْمُلُ الخ...[شعب الايمان4352]
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net