تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب: دروازه ټکول (۵)
  تعلیم الاسلام
  July 25, 2017
  0

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه / تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
۵ – د چا ملاقات لره چې ورځې، د هغه د دروازې د ټکولو ادب
 
کله چې ته د یو خپل ورور، یا بل دوست او یا هم د بل چا ملاقات ته ورځې، نو د هغه دروازه ور ټکوه، خو په دونه اندازه سره يې ټکوه چې هغه په دې پوه شي، چې دروازې ته  يو څوک ولاړ دی، داسي کلکه او سخته يې مه ور ټکوه لکه کوم د حکومت سخت زړی او ظالم سپاهي چې د چا دروازه ور ټکوي، داسي سخته چې له هغه نه د کور خاوند پریشانه شي، ځکه دا د ادب خلاف دی.
 
امام احمد بن حنبل رحمه اللّه ته یوه ښځه دیو مسئلې د پوښتني لپاره راغله، او دروازه يې داسي وروټکوله، چې په هغه کې لږ شدت و، امام ورته راووت، او ورته ویي ویل: دا خو لکه عسکر داسي دي وټکوله.
 
د صحابه کرامو رضي اللّه عنهم دا مبارک عادت وو، چې د رسول صلی اللّه علیه وسلم سره د زیات ادب له امله به يې د هغه صلی اللّه علیه وسلم دروازه په نوکانو ورټکوله، دا روایت امام بخاري په ادب المفرد کې ذکر کړی دی.
 
یاد ساته! چې په نرمي د دروازي ټکول هلته له ادابو نه دی، چې د کور والا دروازې ته قریب وي، او که د کور خاوند له دروازې نه ليري و، نو دونه په زور سره يې وټکوه، چې د کور تر خاونده د دروازې اواز ورسيږي، خو په دغه حال کې هم له ډیر شدت نه اجتناب په کار دی.
 
ځکه چې په مخکني حدیث کې تیر شول چې: (نرمي چې په کوم شي کې وي، هغه نرمي دغه شی خوب صورته جوړه وي، او په کوم شي کې چې نرمي نه وي، هغه دا شی بد صورته جوړه وي
 
همدا شان ده صلی اللّه علیه وسلم فرمایل: څوک چې له نرمي بې برخې شو، هغه له خیره بې برخې شو. [مسلم شریف]
 
همدا شان که ستا له دروازې ټکولو وروسته چا درته خلاصه نه کړه، نو یو ځل یې بیا وټکوه، خو له دونه وقفې وروسته چې اودس کوونکی په اطمینان سره له اوداسه نه فارغ شي، لمونځ کوونکی په اطمینان سره له لمانځه فارغ شي، او که چیري ډوډۍ خوري نو ګوله په اطمینان سره تر ستوني تیره کړي.
 
ځیني علماو ددې اندازه د څلور رکعته لمانځه ښودلي ده، ځکه امکان لري چې تا دي دروازه ټکولي وي، په دې وخت کې هغه د لمانځه نیت تړلی وي، له درې وارې وقفې وقفې ټکولو وروسته که دي دا خیال شو، چې که د کور خاوند په څه کار اخته نه وای نو ضرور د باندي را وتی، نو بیا بیرته ولاړ شه.
 
ځکه د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم ارشاد دی چې له تاسو نه چې څوک درې واري اجازت وغواړي، او هغه ته اجازت ور نه کړل شي، نو هغه لره مناسب دی، چې واپس شي. [بخاري ومسلم]
 
همداسي چې کله ته اجازت غواړي، نو دروازې ته بلکل مخامخ مه دريږه، بلکي ښي یا چپي طرف ته ودرېږه، ځکه رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم چې کله د چا کره ورتلی، نو بلکل به دروازې ته مخامخ نه دريدی، بلکي ښي یا چپ طرف ته به دريدی. [ابو داود]
 
------------------------
 
اسلامي اداب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته