رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
کوم شخص چي قران کریم ووايي او پر هغه عمل وکړي نو د قیامت په ورځ به دده و مور او پلار ته داسي تاج ور پر سر کړل سي چي د هغه رڼا به د لمر تر رڼا لا هم ښه وي کوم چي د دنیا په کورو کي وي، نو چي (د مور او پلار لپاره يې) دومره ثواب دی نو خپله د عمل کونکي په اړه څه ګمان کوی (د هغه به څومره ثواب وي)؟ رواه ابوداؤد