تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٨٥٤)
نوم: احمد
سوال : زه په خارج کي یم څو مسجدو ته زه تللی یم او د جمعې لمونځ مي اداء کړی دی خو په هره جمع کي د جمعې په فرض لمانځه کي په دوهم رکعت کي د رکوع وروسته چي ودریږي دعا کوي چي درې یا پنځه دقیقې وخت نیسي دا څنګه دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
دا د قنوت نازله په نامه سره ياديږي، مسلمانان چي کله د يو عمومي مشکل او ستونزي سره مخ سي يا يوه لويه پرېشاني او مصيبت خپور سي نو په جهري لمونځونو کي قنوت نازله ويل مستحب کار دى.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويستحب عند الحنفية والشافعية والحنابلة: القنوت في الصلوات المفروضة إذا نزلت بالمسلمين نازلة، وحصرها الحنابلة في صلاة الصبح، والحنفية في صلاة جهرية. الفقه الاسلامي: ج١، ص٨٠٩.
(٢): قال الحنفية والشافعية والحنابلة: يشرع القنوت للنازلة لا مطلقاً، في الجهرية فقط عند الحنفية. الفقه الاسلامي: ج١، ص٨١٧.
(٣): ولا يقنت لغيره إلا لنازلة فيقنت الإمام في الجهرية وقيل في الكل، يوافقه ما في البحر والشرنبلالية عن شرح النقابة عن الغاية : وإن نزل بالمسلمين نازلة قنت الإمام في صلاة الجهر. الدر مع الرد: ج١، ص٤٩٦.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان