رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي:
تاسو ته د روژې داسي با برکته مياشت راغلل چي الله تعالى يې پر تاسو باندي روژې فرض کړې دي، په دغه مياشت کي د آسمان دروازې خلاصيږي او د دوږخ دروازې بنديږي، په دې (میاشت) کي سرکښ شيطانان په ځينځيرانو تړل كيږي، په دغه مياشت کښي د الله تعالى يوه خاص شپه ده چي تر زرو مياشتو غوره ده، کوم څوک چي د دغي شپې د خير څخه بې برخي سو نو هغه (د هر خير څخه) بې بر خي سو. مشکوة (احمد و النسائي)