تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩١۹)
نوم: عبدالله
د اوسېدو خای: لندن
سوال : په روژه کي له خپلي ميرمني سره مستي کول روا دي او که ناروا. که د مستي په وخت کي احتلام وسي پرته د انزال څخه روژه ماتيږي او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
څوک چي په خوب کي شيطان خطا باسي دې ته احتلام وايي او په احتلام روژه نه ماتيږي او نه مکروه کيږي.
او که څوک په روژه کي د خپلي مېرمني سره د بازي پر مهال انزال سي روژه ئې ماتيږي، البته د همدغې روژې يوه قضا راوړل لازم دي، کفاره ورباندي نسته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا قبل امرأته ، وأنزل فسد صومه من غير كفارة كذا في المحيط. الفتاوي الهندية: ج١، ص٢٠٤.
(۲): وإذا قبل امرأته ، وأنزل فسد صومه من غير كفارة. الفتاوي التاتارخانية: ج٣، ص٣٨٧.
(٣): أو بمفاخذة أو تبطين، أو قبلة أو لمس. الفقه الاسلامي: ج٢، ص٦٥٤. باب مايفسد الصوم ويوجب القضاء دون الکفارة.
(٤): ( أو احتلم أو أنزل بنظر.... لم يفطر. درالمختار: ج٢، ص١٠٦، طبع رشيديه.
(٥):إِذَا نَامَ الصَّائِمُ فَاحْتَلَمَ لاَ يَفْسُدُ صَوْمُهُ ، بَل يُتِمُّهُ إِجْمَاعًا ، إِذَا لَمْ يَفْعَل شَيْئًا يَحْرُمُ عَلَيْهِ وَيَجِبُ عَلَيْهِ الاِغْتِسَال. موسوعة الفقهیة: ج٢٨، ص٦٢، وزارة الاوقاف.
(۶): او احتلم او .... لم يفطر. زيلعى: ج١، ص٣٢٢. طبع امداديه.
(۷): روزه ٹوٹ گيا قضاء لازم ہوگي فقط. محموديه: ج١٠، ص١٤٥، للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند) ادارة الفاروق.
(۸): احتلام سے روزه فاسد نہيں ہوتا. فتاوی محمودية: ج١٠، ص١٤٠، ادارة الفاروق.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان