رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کوم څوک چي په دنیا کي دوه مخی وي د قیامت په ورځ به (دده په خوله کي) د اور ژبه وي. (رواه الدارمي)
(دوه مخی هغه څوک دی چي په دوو مخالفو کسانو کي د هر یوه سره د همدردۍ رویه کوي او د هغه بل بدي ورته وايي او د دوهم سره هم همدردي ښکاره کوي او د اول کس بدي بیانوي)