لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بنده سرکښي او د الله تعالی رحم
کله چي موږ ګناه وکړو نو الله تعالی زموږ پر ګناه باندي پرده اچوي، عزت مو راخوندي کوي، بيا په سلګونو د بخښني لاري راته ښيي، چي کله بخښنه وغواړو سمدستي بخښنه راته کوي؛ تر داسي اندازې چي هغه ګناه مو په نېکي را بدله کړي او د هغه نېکي ثواب څو چنده کړي ترڅو موږ د عذاب مستحق نه سو.
په همدې اړه الله تعالی فرمايي:
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صٰلِحًا فَأُولٰٓئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمْ حَسَنٰتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.[سُوۡرَةُ الفُرقان : ۷۰ ]
ژباړه: مګر دا چي چا (له ګناهونو څخه وروسته) توبه ايستلې وي، ايمان یې راوړى وي او نېک اعمال یې کړی وي؛ د دغسي خلكو بدۍ به الله تعالی په نېکیو بدلي کړي او الله ښه بخښونكى او خورا زیات مهربان دى.
کله چي یې بدي په نېکيو وربدله کړه بیا د هغه نېکۍ ثواب لس چنده ورکوي.
په همدې اړه الله تعالی فرمايي:
مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا [سورة الانعام : ۱۶۰]
ژباړه: کوم څوک چي یو نېک او ښه کار وکړي نو الله تعالی به یې لس چنده بدله ورکوي.
دا هرڅه الله تعالی د دې لپاره کوي چي الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره د بخښني یوه بهانه غواړي، خو هم محاله شیطان هم خپل ټول ژوند د الله تعالی دوښمنۍ، زموږ ګمراه کېدلو او جهنم ته داخلېدلو ته وقف کړی دئ.
الله تعالی دي مو په خپل فضل نېک او صالح بندګان کړي
www.taleemulislam.net