د امت یووالی
(دوهمه برخه)
لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
ژباړن: مولوي رحمت الله نړیوال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ناروغۍ لاملونه او درملنه یې
له هر څه څخه مخکي باید دا واضح کړم، چي په اجتهادي مسایلو کي د رايي اختلاف نه مضر دئ او نه یې د ختمولو اړتیا سته او نه هم ختمېدای سي، د رایي اختلاف نه د اسلامي یووالي منافي دئ او نه د چا لپاره تاواني دئ، د رایو اختلاف یو فطري او طبیعي شی دئ، چي د انسانانو یوه ډله نه ځني خالي پاتي سوې ده او نه پاتي کيدلای سي، په یوه ډله کي پر هر کار او هره خبره د رایي بشپړ اتفاق یواځي په دوو صورتونو کي کېدلای سي، یو دا چي په دوی کي د نظر او فکر څښتن نه وي، چي پر یوه موضوع له فکر کولو وروسته رایه ولري؛ په داسي ټولۍ کي چي څوک یوه خبره وکړي نور ټول ځکه اتفاق پر کوي، چي دوی خپله رایه او بصیرت نه لري، دویم په هغه صورت کي رایه یوه کېدلای سي، چي د ټولۍ (ګروپ) خلک ضمیر پلورونکي او خاینان وي، چي یوه خبره به غلطه او تاواني هم ګڼي خو مازي د نورو په خاطر به اختلاف نه سي ښکاره کولای، خو که چیري عقل او پوهه هم وي او دیانت هم وي، بیا دا نه سي کېدلای، چي د رایي اختلاف دي ونه سي، نو معلومه سوه چي د رایي اختلاف له عقل او دیانت څخه پیدا کیږی؛ ځکه ذاتًا بد نه سي بلل کېدلای او که د حالاتو سمه سروي واخیستل سي او د رایي اختلاف د حدودو دننه وي؛ نو هغه هيڅکله د یوه قوم او یوې ډلي لپاره تاواني نه ګرځي، بلکي ډیري ګټوري پایلي لري، په اسلام کي پر مشورې د ټینګار کولو هدف همدا دی، چي د يوه کار اړوند مختلف اړخونه او ډول - ډول رایي مخ ته راسي او بیا په ښه بصیرت سره پرېکړه ورباندي وسي، که چیري د رایي اختلاف بد وګڼل سي؛ نو د مشورې ګټه یو مخ ختمیږي.
په صحابه وو او تابعینو کي د رایي اختلاف او درجه یې
په انتظامي چارو کي د رایي اختلاف د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک دور کي دده په مبارک مجلس کي هم کېدی او د خلفاء راشدینو او عامو صحابه وو په دور کي هم، له انتظامي چارو پرته چي به کله داسي نوي پیښي او مسئلې رامنځ ته کېدې، چي په قرآن او حدیثو کي به یې صراحتًا ذکر نه ؤ، یا به د قرآن د یوه آیت له بل آیت سره یا د یوه حدیث له بل حدیث سره ظاهري تعارض لیدل کیدی، ددې تعارض په لیري کولو او د شرعي مسئلو په را ایستلو کي به له خپلي رايي او قیاس څخه کار اخیستل کېدی او د رایي اختلاف به راتلی، چي دا اختلاف د عقل او دیانت پر اساس اړین ؤ، د اذان او لمونځ غوندي عبادتونه چي په ورځ کي پنځه واره په منارونو او جوماتونو کي ادا کیږي، د هغوی په جزوي څرنګوالي کي ددې سپېڅلي ډلې اختلاف سته او دداسي رایې پر اختلاف په خپل منځ کي په بحث او مباحثه کي هم څه کمی نسته او همداسي په غیر منصوص حلال او حرام ، روا او ناروا کي هم د صحابه وو اختلاف څه پټه خبره نه ده، بیا د هغوی شاګردانو تابعینو په اړه هم هر د پوهي څښتن پوهیږي، چي په هغوی کي به یوې ډلي د یوه صحابي رایه اخیستله او د هغې مخالفي ډلي به د بل صحابي پر رایه عمل کاوی، خو ددې هر څه سره - سره د صحابه وو او تابعینو په ټول خیرالقرون دور کي او له دوی وروسته د مجتهدینو او د هغوی پلویانو په دور کي هیڅ یوه داسي پېښه نه ده رامنځته سوې، چي یوه دي و بل ته ګمراه یا فاسق ویلي وي او یا دې یې په مخالفي ډلې پسي څوک له لمانځه کولو را ګرځولی وي، یا دي یوه جومات ته راتلونکی کس دي له خلکو دا پوښتلي وي، چي ددې جومات د امام او مقتدیانو د اذان او اقامت په صیغو کي، قرائت فاتحه، رفع الیدین او... کي کوم مسلک دئ؟ د دې اختلافاتو پر اساس یوه د بل پر خلاف د شخړو او جګړو، د پوچ او رد، د سپکاوي او پسخند خو په دې سپیڅلي دور کي هیڅ تصور نه ؤ.
امام ابن عبدالبر قرطبيؒ په خپل کتاب «جامع بیان العلم» کي د سلفو خپلمنځي اختلاف په لاندي ټکو کي بیان کړی دئ:
عن یحی بن سعیدؒ قال : ما برح أهل الفتوی یفتون فیحل هذا و یحرم هذا فلا یری المحرم، المحل هلک لتحلیله و لایری المحل أن المحرم هلک لتحریمه. (جامع بیان العلم ۸۰ مخ)
یحی بن سعیدؒ فرمايي: مفتیان فتواوي ورکوي، یو مفتي په غیر منصوصو احکامو کي یو شی حلال ګڼي او بل یې حرام ګڼي، خو نه حرام بللو والا دا وایي چي د حلالو فتوا ورکوونکی هلاک او ګمراه سو او نه حلال بللو والا وایي چي حرامونکی هلاک سو، په همدې کتاب کي لیکي، چي حضرت اسامه بن زید رض د مدینې له فقیه قاسم بن محمد رح څخه د یوې اختلافي مسئلې په اړه وپوښتل، هغه ورته وویل چي په دې دوو رایو کي چي پر کومه یوه عمل وکړې ستا لپاره کفایت کوي ؛ ځکه چي دواړو خواوو ته د صحابه کرامو طریقه سته.
نور بیا...
www.taleemulislam.net