څوك چي د الله ج د كتاب څخه يو آيت ته غوږ نيسي
عن ابي هريرة (رضي الله عنه)ان رسول الله (صلی الله عليه وسلم)قال: من استمع الى آية من كتاب الله كتبت له حسنة مضاعفة و من تلاها كانت له نورا يوم القيامة (الترغيب صــ۳۴۵ ج ۲)
ترجمه : د حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دى چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم)وفرمايل څوك چي د الله د كتاب څخه يو آيت ته غوږ ونيسي، د هغه لپاره به څو ځلي نيكي وليكل سي او څوك چي يو آيت د الله د كتاب څخه تلاوت كړى نو دغه تلاوت به د قيامت په ورځ د هغه لپاره يو نور وي.