تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذی الحجې د میاشتې د لومړنیو لسو ورځو فضیلت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 12, 2021
  0

د ذی الحجې ( لوی اختر ) د میاشتې د لومړنیو لسو ورځو فضیلت

 

ژباړه او راټولونه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په دې لسو ورځو کښې د نېکو اعمالو فضیلت:


۱ـــ  عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما  روایت کوي ،چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل : الله  جل جلا له  ته د لوی اختر د لومړنیو لسو ورځو څخه پرته په نورو  ورځو کښې نېک اعمال دومره قدر نه لري لکه په دغو ورځو کښې چي ورته محبوب ( خوښ ) دي . اصحابو کرامو  وپوښتل ، چي ای د الله رسوله  صلي الله علیه وسلم ! د نورو ورځو جهاد في سبیل الله هم  الله عزوجل ته دومره محبوب ( خوښ ) نه دی؟ رسول الله  صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل : هو ، هغه هم مګر دا چي سړی له خپل ځان او مال سره د جهاد میدان ته راووزي او بیا هلته هرڅه قربان کړي او بېرته  ستون نه سي( شهید کړل سي ). ( رواه : بخاري، أبوداؤد، ترمذي ، ابن ماجه ،أحمد،و  دارمي ).


۲ــ  یو بل حدیث کي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي : الله  جل جلا له     ته د لوی اختر د میاشتي د لومړنیو ورځو په پرتله د هیڅ ورځو عبادت  دومره خوښ نه دی،   د دغه ورځو یوه روژه د یوه کال  د روژو ثواب لري او شپه رڼول يې د قدر د شپې ثواب لري.( رواه : ترمذي و ابن ماجه ).


۳ـــ  سعید بن جبیر د عبدالله ابن عباس  رضي الله عنهما  څخه روایت کوي ، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل : الله  جل جلا له  ته تر ټولو غوره ورځي اوپه کومو ورځو کښې چي  نېک اعمال  ورته خوښ دي هغه د لوی اخترلومړنۍ  لس ورځي دي  ، نو په د دغه ورځو کښې تهلیل ( لا اله الا الله) ، تکبیر( الله اکبر)  او د الله تعالی ذکر زیات کوئ او د یوې ورځي روژه یې د یوه کال د روژې  سره برابره ده او د نېکو  اعمالو ثواب  اووه سوه( ۷۰۰ )چنده اضافه کیږي .( الترغیب والترهیب ).


په دې لسو ورځو کښې د روژې نیولو فضیلت :


۴ــ حضرت انس رضي الله عنه   فرمایلي  دي: د لوی اختر د میاشتي د لومړنیو لسو ورځو روژه دومره ثواب لري ، چي هر ورځ یې د زرو ورځو یا یوه کل سره په ثواب کښې برابره ده  او د عرفات ورځ يې د لسو زرو ورځویا لس کلونو  سره په ثواب  کښې برابره ده. (رواه : البیهقي ، الأ صبهاني  ، نزهة المجالس ،ص:۱۷۵).


په دې لسو ورځو کښې له ګناه څخه دځان ساتلوفضیلت :


۵ــ حضرت فضل بن عباس  رضي الله عنهما  د رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه روایت کوي : څوک چي د عرفات په ورځ  خپله ژبه ، سترګي او غوږونه  له ګناه څخه وساتي الله جل جلا له   به تر راتلونکي عرفات پوري بخښنه ورته وکړي . (نزهة المجالس ،ص:۱۷۶).
۶ـ أبو قتاده رضي الله عنه    روایت کوي ، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل : د عرفات د ورځي روژه زه داسي بولم چي د سړي د یو راتلونکي  او  تیر کال ګناهونه  رژوي .

( رواه: ترمذي ص:۱ج: ۹۳).

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته