تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ شپږویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 21, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۶) 

موسيقي د څلورو امامانو په فقه کي


موسیقي په فقه حنفي کي:


امام سرخسی رح لیکي: د غزلچي شاهدي نه قبلیږي.( المبسوط، ج: ۱۶، ص: ۱۳۲- بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


علامه کاسانی رح لیکي:


هغه خلک چي پر غزلچي باندي راټول وي او پر موسیقي باندي یې خوند اخلي دغه خلک عادلان نه دي (شاهدي یې نه قبلیږي)، کې څه هم شراب نه وي څښلي دا ځکه چي دا (موسیقي) د ټولو بدکاریو سرچینه ده. (بدائع الصنائع ، ج: ۶، ص: ۲۶۹ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


د موسیقۍ اواز حرام دی دا ځکه رسول الله ﷺ فرمايلي دي چي د موسیقۍ اواز اورېدل ګناه ده، و رته کښېناستل فسق دی او خوند پر اخستل کفر دی؛ رسول الله ﷺ دا خبري د تهدید په ډول سره کړیدي نو مسلمانانو ته پکارده چي د موسیقۍ څخه د ژغورلو لپاره پوره کوښښ وکړي. ( خلاصة الفتاوی، ج: ۴، ص: ۳۴۵ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


صاحب د هدایې شریفی لیکي:


د موسیقۍ والا شاهدي نه قبلیږي دا ځکه چي دی خلک و کبیره ګناه ته رابولي. (هدایة، کتاب الشهادات، ج: ۳، ص: ۱۶۲ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


محقق ابن همام رحمة الله علیه فرمايي:


فقهاء پر دې باندي تصریح کړېده چي پر موسیقۍ باندي مال پیدا کول حرام کار دی. (فتح القدیر، ج: ۶، ص: ۳۶ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


فقه شافعی:


د فقه شافعی علماء پر دې باندي په اتفاق دي چي د اجنبی ښځي یا لغړزني غزل اورېدل که د موسیقۍ آلات ورسره وي یا نه وي دا حرام کار دی، لکه د فقه شافعی فکري عالم ابن حجر مکی رح چي په (کف الرعاع) کي لیکي:


د آزادي ښځي یا اجنبی مینځي غزل اورېدل هم حرام دي، که د فتنې خطره وي  او یا نه وي. (بحواله: اسلام اور موسیقی، ص: ۲۲۵/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


امام اوزاعی رح د امام قرطبی رحمة الله علیه څخه را نقلوي: د اجنبی ښځو غزل اورېدل حرام دي، توپیر نلري که غزل ویونکی نر وي او که ښځه، بلکي د اجنبی ښځي څخه د قرآنکریم تلاوت اورېدل، شعرونه اورېدل دا ټول حرام دي، دا ځکه ددې د اورېدلو څخه په زړه کي هیجان او شهوت پيداکیږي او د غټې فتنې بېره سته. (کف الرعاع بهامش الزواجر، ج: ۱، ص: ۲۷، ۲۸ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


حافظ ابن قیم رحمة الله علیه لیکي:


اما سماعة من الامرأة الأجنبیة او الامرد فمن اعظم المحرمات و اشدها فساداً للدین، قال الشافعی رح، و صاحب الجاریة اذا جمع الناس لسماعها فهو سفیه ترد شهادة. و اغلظ القول فیه قال: و هو دیاثة فمن فعل ذالک کان دیوثا.


ژباړه: د اجنبی ښځي یا لغړزني څحه موسیقي اورېدل د سترو محرماتو څخه دي او ستر فساد په دین کي دی، حضرت امام شافعي رحمة الله علیه وايي: کله چي یو څوک د خپلي مينځې د غزلو لپاره خلک سره راټول کړي دا بې عقلي ده، شاهدي یې نه قبلیږي او دغه کس دیوث دی. (اغاثة اللهفان ج: ۱، ص: ۲۲۹ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


شیخ الاسلام احمد بن یحیی بن محمد الحفید الهروی، پخپل کتاب (مجموعة الحفید) کي لیکي: د اجنبی ښځي او لغړزني څخه موسیقي اورېدل په اجماع سره حرام کار دی، د موسیقۍ د آلاتو استعمال هم حرام دي. (مجموعة الحفید ص: ۱۹۷بحواله: اسلام اور موسیقی / مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


امام غزالي رحمة الله علیه لیکي:


امام شافعي رحمة الله علیه د هغه شخص شاهدي ردوي چي هغه موسیقي خپل کسب ګرځولې وي. (احیاء العلوم ج: ۲، ص: ۲۰۰، الام ج: ۸، ص: ۳۱۱)


فقه مالکي:


(المدونة الکبری) د امام سحنون بن سعید تنوخی (امام سحنون بن سعید تنوخی (۱۶۰- ۲۴۰ هق) د حضرت امام مالک رح شاګرد وو. کتاب دی،چي دده استاد عبدالرحمن بن قاسم عتقی د امام مالک رح اقوال رانقل کړی دئ؛ ددې کتاب په (باب اجارة الدفاف فی العرس) کي لیکي: امام مالک رح په ښادۍ کي د دریا (دف) وهل هم مکروه ګڼل او څوک چي په دې کار کي مشهوره وي د هغه شاهدي نه قبلیږي. ( ج: ۱۱، ص: ۶۳ - بحواله: اسلام اور موسیقی/ مفتی اعظم محمد شفیع رح.)


فقه حنبلی:


علامه ابن جوزی رحمة الله علیه لیکي:


د امام احمد رحمة الله علیه په نزد موسیقي ناجائزه ده، د غزلو په هکله د حنبلې فقهاء دا قول دی چي د غزلچي او رقص کونکي شاهدي نه قبلیږي.( تلبیس ابلیس ص: ۲۹۷ – ۲۹۹، ۳۰۰)


بل مشهور حنبلی عالم علامه علی بن سلمان بن مرداوی لیکي:


قال فی الرعایة یکره سماع الغناء والنوح بلا آلة لهو و یحرم معها و قیل بدونها من رجل و امرأة.( الانصاف ج: ۱۲، ص: ۵۱)


ژباړه: د (الرعایة) مصنف لیکي: هغه سندري او نوحه اورېدل چي د موسیقۍ د الات ورسره نه وي دا مکروه دي او که د موسیقۍ آلات ورسره وي دا حرام دي.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته